د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پکتیکا کې د زړې مرمۍ چاودنې د پنځو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژلي

9 جون 2026
پکتیکا کې د زړې مرمۍ چاودنې د پنځو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژلي

پکتیکا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت برمل ولسوالۍ کې د «توپ» د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله، د پنځو ماشومانو په ګډون اوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.

رخشانه: پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون دوشنبې د (غبرګولي ۱۸ مه) مازیګر ۶:۳۰ بجې د برمل ولسوالۍ د «ډنګر» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د «توپ» دغه پخوانۍ مرمۍ هغه مهال چاودلې، چې یوه سړي هڅه کوله، هغه ټوټې ټوټې کړي او له وسپنې یې ګټه واخلي.

د توپ مرمۍ د ټکولو له امله چاودلې، چې په ترڅ کې یې دوه لوی سړي او پنځه ماشومان وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې د قربانیانو د عمر او هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د جګړې له مهاله پاتې شوني ناچاودي توکي او ماینونه، هر کال په هېواد کې له لسګونو هېوادوالو په ځانګړې توګه له ماشومانو ژوند اخلي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

د یوناما د راپور له مخې، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

د یوناما په وینا، افغانستان د چاودېدونکو توکو د مرګ ژوبلې له پلوه، په نړۍ کې درېیم ځای لري

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه