د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې د ښځو نیول، د اعتراضي غونډې په ګډونوال د طالبانو په ډزو درې تنه ټپیان شول

9 جون 2026
هرات کې د ښځو نیول، د اعتراضي غونډې په ګډونوال د طالبانو په ډزو درې تنه ټپیان شول

عکس: ارسالی

د هرات جبریل ښارګوټي کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون کې، په اعتراضي غونډه، د طالب ځواکونو په مخامخ ډزو کې درې تنه معترضان ټپیان شول.

رخشانه: دا اعتراضي غونډه نن سهار (سه شنبې د غبرګولي ۱۹ مه) د هرات د جبریل ښارګوټي د لسګونو اوسېدونکو په شتون کې جوړه شوه.

لږ تر لږه درې تنه عیني شاهدانو د دې اعتراضي غونډې د ځپلو په اړه رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې د طالبانو په مخامخ ډوزو کې درې تنه ټپیان شوي او څو تنه نور نیول شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، طالب ځواکونو د معترضینو د ځپلو او دې اعتراضي غونډې د ځپلو لپاره، په معترضینو مخامخ ډزې کوي.

سرچینو زیاته کړې، د طالبانو له لوري د معترضینو ځپل د زیاتېدو په حال کې دي او له ښاره د جبریل ښارګوتي په لور د طالبانو څو رنجرې چې د ځانګړې قطعې ځواکونه لېږدوي د حرکت په حال کې دي.

په هغه ویډیوګانو کې چې د هرات جبریل ښارګوټي کې د اعتراضي غونډې څخه په ټولنیزو شبکو خپرې شوې هم لیدل کېږي، چې طالب ځواکونه د لاریون کوونکو په لور مخامخ ډزې کوي.

همدارنګه په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږی، چې معترضین له طالب ځواکونو سره لاس او ګرېوان دي او دا ځواکونه معترضین په سوټیو، لغتو او ټوپک وهلي ټکوي. د ناتار ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

د هرات د جبریل ښارګوټي اوسېدونکو تېره شپه په ټولینزو شبکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د طالبانو له لوري د ښځو د نیونې په غبرګون کې د اعتراضي غونډې تر سره کولو خبر ورکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هرات کې د طالبانو له لوري د حجاب نه رعایت کولو په تور د ښځو او ځوانو نجونو نیونه، د روانې اوونۍ د شنبې ورځې راهیسې پیل شوې ده، په دې موده کې لسګونه ښځې او نجونې د طالبانو له خوا نیول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

هرات کې د ښځو نیونې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو، له هغې جملې، د یوناما، بښنې نړیوال سازمان او فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه