د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

دوه مړه او درې ټپیان، د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکو د اعتراض نېږدې کیسه

10 جون 2026
دوه مړه او درې ټپیان، د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکو د اعتراض نېږدې کیسه

عکس: ارسالی به رسانه رخشانه

رخشانه

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او ځوانو نجونو د نیولو د نوې څپې له پیل درې ورځې وروسته، نن سهار د جبرئیل سیمې اوسېدونکو د «خپل سرو نیونو» په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړ.

په دې اعتراضي غونډه کې د جبرئیل سیمې لږ تر لږه ۷۰ تنه اوسېدونکي، سره له دې، چې امنیتي فضا سخته او د طالبانو حضور پراخه وو، واټونو ته راووتل او د ښځو او ځوانو نجونو د نیولو په غبرګون کې یې د «زده کړې، کار او آزادۍ»، «اجباري ظلم ته نه» شعارونو په ویلو خپل مخالفت څرګند کړ. هغه اعتراض چې د عیني شاهدانو په وینا، د طالبانو په مخامخ ډزو  او دې ډلې د ځانګړې قطعې په رسېدو سره پای ته ورسېده.

رخشانې رسنۍ له شپږو ځايي سرچینو او په دې لاریون کې د ګډونوالو سره خبرې کړې او هغوی تاییدوي، چې د طالبانو په مخامخ ډزو یو لس کلن ماشوم وژل شوی، درې تنه ټپیان او طالبانو لږ تر لږه ۱۳ تنه له وهلو ډبولو وروسته، په ټپي حالت کې موټرو ته اچولي او له ځان سره یې وړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د لاریونیانو تر ځپلو او پر هغوی تر مخامخ ډزو وروسته، د ټپیانو د نیولو لپاره د جبرئیل روغتونونه ته ورغلل. د یوې سرچینې په وینا، دوه تنه چې د نن ورځې په لاریون کې تپیان او د جبرئیل حکیم سنايي روغتون ته لېږدول شوي وو، دې روغتون ته د طالبانو تر راتګ وړاندې یوه بل روغتیايي مرکز ته ولېږدول شول.

په ورته وخت د هرات حوزوي روغتون کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د نن ورځې په لاریون کې، درې ټپي نارینه د دې روغتون بېړنۍ څانګې ته راوړل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، دا کسان، ۳۸، ۱۴ او ۱۹ کاله عمرونه لري. سرچینه وايي، یو ۳۰ کلن سړی هم روغتون ته تر رسېدو وروسته ومړ.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا اعتراضي لاریون نن سه شنبې د غبرګولي ۱۹ مه سهار مهال ۸ بجې د کتابخانې له څلورلاري پیل او شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ.

د دې لاریون یوه سمبالوونکي رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا اعتراض «د ښځو او نجونو د حقونو په دفاع» کې په لار اچول شوی وو.

هغه چې غوښتل هویت یې پت وساتل شي وايي: «جبرئیل کې په واټساپ ګروپونو کې همغږي شوې وه، چې د خپلو خویندو په دفاع کې، چې له څو ورځو راهیسې د حجاب په پلمه نیول کېږي، نامعلوم ځای ته لېږدول کېږي او د طالبانو له لوري هېڅ توضیح نه ورکول کېږي، پرېکړه وکړه، چې په لاریون لاس پورې کړي. د سهار اته بجې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ پورې کسان په کوڅو کې سره راټول شول، د نارینه وو شمېر زیات او د ښځو شمېر کم وو، خو د طالبانو له ناوړه چلند او مخامخ ډزو سره مخ او خلک سره وپاشل شول.»

د هغه په وینا، د دې لاریون اصلي محور د ښځو د نیولو په مخالفت کې د شعارونو ورکول، په بېکارۍ نیوکه او د ښوونځیو د دروازو پرانستل وو: «له وېرې مو ونه شوای کولای، بنر چمتو کړو او دا د دې لامل شول، چې په لاریونونو کې خلک په څو ډلو و وېشل شي او هر چا شعار ورکاوه، چې له بې کارۍ او خپل سرو نیونو ستړي شوي او د ښوونځیو دروازې باید پرانستل شي.»

د سرچینو په وینا، د دې اعتراضي حرکت مسیر، له کتابخانې څلورلاري تر فرهنګ څلورلاري پورې وو، خو طالب ځواکونه تالار بهار زندګي څلورلاري ته نېږدې په هوايي ډزو سره د لاریون د دوام خنډ شول.

یو لاریونوال رخشانې رسنۍ ته و ویل، طالبانو نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د لاریونوالو لار وتړله او په هوايي ډزو او وهلو ډبولو سره یې دا لاریون وځاپه.

سرچینې د هویت پټ ساتلو سره و ویل: «کله چې موږ لاریون کاوه، د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونه په شخصي جامو کې راغلل، د کوڅو کمرې یې غلې کړې، ټولې هټۍ یې وتړلې او پر خلکو یې ډزې پیل کړې. موږ د جبرئیل د پارک لور ته په تېښته پیل وکړ، خلک یې په مندو کړي وو او تر کورونو یې وځغلول، هغه هلکانو چې ویډیوګانې یې کولې، هغوی یې نیول، وهل ډبول یې او د موترو ټول بکسونو ته یې اچول، ډېری کسان چې نیولي یې دي، هغه هلکان دي، چې عمره یې تر ۱۸ کلنۍ ټيټ دي.»

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د لاریون تر پای ته رسېدو وروسته، په جبرئیل ښارګوتي کې طالبان په پراخه کچه شتون درلود. یوې ځايي سرچینې ویلي: «تر اوسه پورې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونه په لارو کوڅو کې په موټرو کې ګزمې وهي او شمېر یې زیات دی.»

عیني شاهدانو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو په جبرئیل ښارګوټي کې د معترضینو تر ځپلو وروسته، په څلورلارو او ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې چک پانټونه اچولي او د خلکو موبایلونه یې کتل.

د عیني شاهدانو په وینا، طالبان هغه کسان چې په موبایلونو کې یې د نن ورځې د لاریون انځور یا کلېپ وي نیسي. سرچینو زیاته کړې، څو تنه په خپلو موبایلونو کې د انځور یا ویډیو لرلو له امله، د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو د یوولسمې حوزې په جبرئیل ښارګوټي کې، د «د معراج ۲ خصوصي ښوونځي» دوه تنه زده کوونکي د نن ورځې د لاریون د انځورونو او ویډیو لرلو له امله نیولي دي.

یو تن چې د لاریون ځای ته نېږدې هټۍ لري وايي، طالب ځواکونو د معترضینو تر ځپلو وروسته، په دکانونو د لګول شویو امنیتي کمرو ټول «هارډډېسکونه» راټول او له ځان سره یې یوړل. د سرچینې په وینا، طالبان د امنیتي کمرو په واسطه د ثبت شویو انځورونو تر پلټلو وروسته معترضین پیدا کوي او وروسته یې نیسي.

هرات ښار کې یوې بلې سرچینې هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، د ښار داخل «نظامي حالت» غوره کړی وو. د هغه په وینا، طالبانو ټولو څلورلارو او له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو ته لسګونه سرتېري راوستي او په دې ځایونو کې شتون لري. سرچینه وايي، طالبانو په پیل کې د هرات ولایت مقام ته غځېدلې لارې ته هم څو عرادې «ټانګونه او هاموي» راوستي وو او د خلکو تګ راتګ یې څاره.

د هرات جبرئیل کې لاریونونه پر داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې، د «بې حجابۍ» په تور د ښځو نیولو، د هراتیانو تر منځ پراخې اندېښنې رامنځ ته کړې دي. د هرات اوسېدونکي وايي، ډېری کورنۍ د خپلو نیول شویو ښځو او نجونو له برخلیک څخه خبر نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

یو له سرچینو چې د نیولو له نوې څپې سخته په اندېښنه کې ده وايي: «په هره وېره او ډار چې درلود مو، دا لاریون مو تر سره کړ او په پای کې هم زموږ په زیان تمام شو، څو تنه ونیول شول، دا چې د هغوی پای به څه کېږي معلومه نه ده. خو کورنۍ یې اندېښمنې دي.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه