د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما د هرات د جبرئیل ښارګوټي د لاریونیانو ځپل او د یوه ماشوم وژل تایید کړل

10 جون 2026
یوناما د هرات د جبرئیل ښارګوټي د لاریونیانو ځپل او د یوه ماشوم وژل تایید کړل

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر د هرات جبرئیل ښارګوټي اوسېدونکو، د پرونۍ اعتراضي غونډه والو ځپل او د طالبانو په مخامخ ډزو د یوه ماشوم د وژل کېدو پخلی کړی دی.

رخشانه: یوناما نن ماښام (چهارشنبې د غبرګولي ۲۰ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د هرات د تېرې ورځې د لاریونونو ځپلو په جریان کې، څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ویلي، طالبان د دې پېښې له امله د دویمې مړینې د راپورونو په اړه پلټنې کوي.

یوناما د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل د پروني لاریون په ځپلو او د دغې ډلې د ځواکونو له خوا د «له حده زیات زور کارولو» د لاریونیانو په وهلو او په هغوی باندې د مخامخ ډزو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما په وینا، دا اعتراضي غونډه، په هرات ښار کې د طالبانو له لوري د حجاب نه رعایت کولو په تور د ښځو د نیولو په غبرګون کې جوړه شوې وه.
دې بنسټ ویلي، طالبانو د روانې میلادي میاشتې په ۶ مه او ۷ مه ورځ هرات ښار کې لږ تر لږه دېرش ښځې، د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې وې او یوه ورځ وروسته یې خوشي کړې.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر همدارنګه ویلي، هرات ښار کې لسګونه نورو نجونو د [حجاب نه رعایت کولو په دلیل] د طالبانو له لوري لفظي خبرداری تر لاسه کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، افغانستان کې د یوې ښځې نیول، د هغې لپاره یو لوی تور داغ له ځان سره لري، چې کولی شي له خوشي کېدو وروسته، هغه په کورنۍ او اوسېدو په ځای کې د لا زیات تاوتریخوالي او انزوا سره مخ کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

نوموړې زیاته کړې: «د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، طالبان مکلف دي، چې د ټولو وګړو د بیان آزادي، سوله ییزې غونډې، آرادۍ او د شخصي امنیت حقونه خوندي کړي او د خپل سره نیونو مخه ونیسي.»

یوناما له طالبانو غوښتي، چې د ټولو وګړو په حقونو او اساسي خپلواکیو لګول شوي ټول محدودیتونه، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې لغو کړي.

پرون د هرات جبرئیل ښارګوټي کې ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د دې سیمې د اوسېدونکو لاریونیانو د ځپلو په جریان کې، لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه