د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو هرات کې د ښځو په نیونه تهران کې د افغان سفارت مخې ته اعتراض وکړ

11 جون 2026
معترضو ښځو هرات کې د ښځو په نیونه تهران کې د افغان سفارت مخې ته اعتراض وکړ

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» یو شمېر غړو هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیونې غبرګون کې، تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته اعتراض وکړ.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (پشنبې د غبرګولي ۲۱مه) د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول وغندل او هغه یې له بشري حقونو سرغړونه وبلله.

د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې و ویل: «په ښځو د طالبانو محدودیتونه به نه یوازې د هغوی غږ غلی نه کړي، بلکې بلکې د ښځو هوډ به د خپلو حقونو او خپلواکیو څخه د دفاع لپاره لا پیاوړی کړي.»

هغوی له ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له مدافعینو وغوښتل، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بې غوره نه شي.

همدارنګه معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د خپلو سرو نیونو، د ښځو د ځپلو او د بشري حقونو د پراخ سرغړاوي، د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.

طالبانو هرات کې د روانې اوونۍ د شنبې ورځې راهیسې د یوې پرېکړې په ترڅ کې لسګونه ښځې او ځوانې نجونې د بې حجابۍ په تور له ښار څخه نیولې دي.

د طالبانو له لوري د ښځو نیونې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د هرات د جبرئیل ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د سه شنبې په ورځ، د دې پېښې په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو دا اعتراضي غونډه د طالبانو له لوري په تاوتریخوالي ډکه توګه وځپل شوه. طالبانو په لاریونیانو مخامخ ډزې وکړې، دوه تنه یې و وژل او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه