د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور

12 جون 2026
هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور

انځور: رالېږل شوی

سینا سعدي

د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ، د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اوسېدونکو  د اعتراضیه غونډې تر ځپلو وروسته، چې دوه تنه په کې و وژل شول او درې نور ټپیان شول، د هرات ښار لوېدیځ ته، هزاره مېشتو د «حاجي عباس او جبرئیل ښارکوټي» سیمو کې ځايي سرچینې وايي، د دې اعتراضي غونډې له جوړېدو او ځپلو دوه ورځې وروسته، لا هم دا دواړه سیمې «په نظامي حالت» لري.

د سرچینو په وینا، طالبانو په دې دوه سیمو کې لا زیات ځواکونه ځای پر ځای کړي، د خلکو تګ راتګ او جامي څاري او  موبایلونه یې هم ګوري.

له دې سیمو لږ تر لږه شپږو سرچینو د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، له دوه ورځو راهیسې د دې دوه ناحیو په څلورلارو او ګڼې ګوڼې ډګو سیمو کې د طالب ځواکونو شمېر زیات شوی دی. د طالب ځواکونو د شمېر زیاتوالي سربېره په دې دوه سیمو کې د دې ډلې یو شمېر ځواکونه «د سیارو ګزمو» په توګه ان په کوڅو کې د خلکو تګ راتګ او د ښځو جامې څاري او د خلکو موبایلونه، په دې لاریونونو کې د ګډونوالو او اطلاع ورکوونکو د پېژندنې په موخه ګوري.

سرچینو زیاته کړې، د تېرو دوه ورځو په جریان کې، دوه ځوان هلکان او د جبرئیل د یوه خصوصي ښوونځي درې ښځینه ښوونکې، په لاریون کې د ګډون، له رسنیو سره د انځورونو او ویډیوګانو شریکولو په تور، درې ځوانې نجونې او یوه د منځني عمر لرونکې ښځه د «حجاب نه رعایت کولو او جورابو نه پوښلو» په دلیل د «حاجي عباس سیمې د لس متره کوڅې» څخه د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

ځینې جزیات د سرچینو د خوندیتوب په پار له راپور څخه لرې کړای شوي دي.

د هرات لوېدیځ ته د «حاجي عباس سیمې» یوې اوسېدونکې تمنا* د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، د سه شنبې ورځې د اعتراضي غونډې له ځپلو وروسته، په «جبرئیل او حاجي عباس سیمه» کې د ښځو او نجونو حضور تت شوی دی او په ښار کې ډېرې کمې ښځې لیدل کېږي. هغې زیاته کړې جبرئیل کې د ژبې کورسونه بند شوي او نجونې ان د توکو د پلور لپاره له کوره نه وځي.

د تمنا د خبرو له مخې، له طالبانو وېره «په کور د نجونو د زنداني کېدو» لامل شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

یوې خبرې سرچینې ویلي دي، د طالبانو غړي ان د ټپي کسانو د نیولو لپاره دې کلېنیک ته راغلي وو او د کلېنیک ټولې خونې «ان تشنابونه او حمامونه یې» د ټپي کسانو د موندلو لپاره وکتل.

سرچینې ویلي دي، د طالبانو د ډلې غړو روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، د ټپي کسانو د درملنې په صورت کې به، کلېنیک وتړي او د هغه ټول کارکوونکي به له لاریونیانو سره «د ملګرتیا په جرم» ونیسي.

له دې وړاندې هم د هرات جرئیل ښارګوټي کې ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د سه شنبې ورځې د لاریونونو تر ځپلو وروسته، طالب ځواکونه د ټپي کسانو د نیونې په موخه د دې ښارګوتي ټولو کلېنیکونو ته ورغلي او ډاکترانو ته یې خبرداری ورکړی، چې د ټپي کسانو له درملنې او بستر کولو ډډه وکړي. د سرچینې په وینا، د دې پېښې څو تنه ټپیان د جبرئیل د «توحید سیمې»  د «آسیا مهر کلېنیک» څخه طالبانو نیولي دي. د دې پېښې یوازې څلور تنه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي وو.

په ورته وخت د هرات جبرئیل ښارګوټي کې ۲۰ کلنه نجلۍ شکیلا* ویلي دي د سه شنبې ورځې له لاریونونو وروسته، د باندې د وتلو جرات نه لري. د شکیلا په وینا، کورنۍ یې نه یوازې دې ته، بلکې دوه نورو خونیدونو ته یې هم چې له کوره د باندې کار کوي، له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي.

هغې زیاته کړې: «هغه ورځ چې لاریونونه وشول، موږ په کورس کې وو. د ډزو غږونه راغلل، زده کوونکي مو رخصت کړل. د لاریونونو تر ځپلو وروسته، د کورس مدیر د زده کوونکو ډلو ته پیغام ورکړ، چې د شنبې تر ورځ کورس بند دی. هغه نجونې چې په کورسي ډلو کې دي وايي، که کورس خلاص هم شي، موږ له کوره د وتلو جرات نه لرو.»

شکیلا ادعا کوي، چې د لاریونونو تر ځپلو وروسته، ناپېژاندو کسانو له یو شمېر نجونو له هغې جملې خپله دې سره اړیکه نیولې او د «جبرئیل د وضعیت» په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.

نوموړې و ویل: «یو ناپېژانده نمبر راته رنګ وکړ، ځواب مې ورکړ، څه یې ونه ویل او اړیکه یې پرېکړه. څو ثانیې وروسته یې بیا زنګ وکړ او دا ځل هم کله مې چې ځواب ورکړ، څه یې ونه ویل. درېیم ځل یې چې زنګ وکړ او ځواب مې ورکړ، نیم په فارسي او نیم په پښتو یې له ما وپوښتل، د جبرئیل وضعیت څنګ دی؟ زه ډېره وېرېدلې وم، د هغه په ځواب کې مې څه ونه ویل، اړیکه مې پرېکړه او شماره مې یې هم بلاک کړه.»

هغې د دې په اړه چې دې کس د طالبانو له کوم ارګان څخه اړیکه ورسره نیولې وه او په څه ډول یې د دې شمېره تر لاسه کړې ده، بې خبري وښوده.

حوریه* د هرات جبرئیل ښارګوټي کې یوې هټۍ واله ده. هغې هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، طالبانو پرون له ماسپښین وروسته، یو پلورونکی هلک چې کابو ۱۸ کلن به وو «له رسنیو سره د لاریونونو د انځورونو او ویډیوګانو د شریکولو په تور» ونیوه او له ځان سره یې یووړ. حوریې ویلي دي: «طالبان نېغ د دې هلک دوکان ته ننوتل، نوم یې ترې وپوښت او وروسته یې هغه ونیوه او له ځان سره یې یووړ. معلومه نه ده، چې هغه یې چېرته وړی دی.»

مژګان* یوه بله نجلۍ چې هغه هم پلورونکې ده، ویلی پرون ورځ هم د طالبانو د استخباراتو څو تنه غړي یوه مارکېټ ته چې د ښځو لپاره ځانګړی دی، راغلل او د «یوې نجلۍ» په لټه کې وو. د هغې په وینا، طالب ځواکونو له هټۍ والو پوښتل، چې چا په لاریونونو کې ګډون کړی وو. «د طالبانو ځواکونو ویل موږ ستاسو د مارکټ

امنیتي کمرې چک کړې او مو لیدل چې یوه نجلۍ له دې مارکېټ نه وتلې او په لاریونیانو ورګډه شوې.»

یوې بلې خبرې سرچینې هم د طالبانو له لوري د سه شنبې ورځې د لاریونونو د «انځورونو او ویډیوګانو د لرلو» په تور د یو شمېر ځوانانو د نیولو پخلی کړی دی. د سرچینو په وینا، دا کسان د طالبانو له لوري د هغوی د ځیرکو تلېفونونو تر کتلو وروسته نیول شوي دي. یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو نن سهار یو ځوان هلک د «کتاب خانه رسالت» له مخې ونیوه. د سرچینې په وینا، طالبانو په دې سیمه کې چک پانټ جوړ کړی وو او د دې ځوان هلک د تلېفون تر کتلو وروسته یې هغه ونیوه.

طالبانو روانه اوونۍ په هرات کې د حجاب نه رعایت کولو په تور د ښځو په پراخه نیونه لاس پورې کړی دی. هغه اقدام چې پراخ غبرګونه، له هغې جملې د هرات ښار د جبرئیل ښارګوتي د خلکو لاریون یې له ځان سره درلود. طالبانو دغه لاریونونه سخت وځپل. په ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو نظامیان په لاریونیانو مخامخ ډزې کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجت ګانیو ویلي دي، هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب نه رعایت کولو په تور د طالبانو له لوري نیول شوې دي. خو عیني شاهدان وايي، د نیول شویو ښځو شمېر له هغه څه زیات دی، چې ښودل کېږي.

معلومه نه ده، چې نیول شوې ښځې چېرته لېږدول شوې او په کومو شرایطو کې ژوند کوي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوه بیانیه کې د معترضینو ځپلو ته په غبرګون کې «د طالبانو له لوري د هرات د جبرئیل ښارګوټي د سوله ییز لاریون ځپل له تاوتریخوالي ډک او خونړۍ» بللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي دي: «د هغو خلکو په وړاندې، چې د خپلو مشروع غوښتونو د بیان لپاره په سوله ییزه توګه راټول شوي وو، له زور، وسلې او تاوتریخوالي کار اخیستل، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او دا د طالبانو له خوا د افغانستان د خلکو د ځپلو، ډارولو او غږ بندولو د سیاست دوام بیانوي.»

یادونه په دې نښه* نومونه، د هغوی د خوندیتوب په پار مستعار راوړل شوي دي.

اړوندې لیکنې

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026
هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه