د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ماشومتوب واده قرباني ۱۴ لکنه نجلۍ: که طالبانو ښوونخی نه وای تړلی، دا «توره» ورځ به مې درلودای

13 جون 2026
د ماشومتوب واده قرباني ۱۴ لکنه نجلۍ: که طالبانو ښوونخی نه وای تړلی، دا «توره» ورځ به مې درلودای

نیلوفر (مستعار نوم) انوځور: رخشانه رسنۍ

تمنا تابان

نیلوفر* چې لا یې ۱۴ کلني نه ده پوره کړې، همدا څو ورځې وړاندې کوژدن شوه او ټاکل شوې واده یې هم د سږ کال په مني کې وشي. د هغې کمکۍ بدن ان هغه له ۱۴ کلنې هم ټيټه ښيي.

نیلوفر تېره اوونۍ له اوښکو په ډکو سترګو د ګاونډي کور ته ورغله او د ګاونډي له مېرمنې سره یې د زړه خواله وکړل او ویې ویل، ان نه پوهېږې کوژدن یې څوک دی. مور یې نیلوفر ته ویلي دي: «تر اوسه وړه ده او په خپل خیر نه پوهېږي.»

کله مې چې دا کیسه د ګاونډي له ښځې واورېده، د نیلوفر لیدو ته ورغلم. هغه د ویالې تر څنګ د لوښو وینځلو په حال کې وه او هملته مې د دې د برخلیک په اړه خبرې اترې ورسره وکړې.

د ژوند کولو کره ځای یې د نیلوفر د خوندیتوب په موخه په دې کیسه کې نه دی راوړل شوی. هغې له ما وغوښتل، چې کورنۍ یې باید پوهه نه شي، چې له رسنیو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.

نیلوفر له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې و ویل: «له هغه چا سره چې کوژدن شوې یم ان یو ځل مې هم نه دی لیدلی، ان انځور مې یې هم نه دی لیدلی، یوازې مور او پلار مې وايي ښه هلک دی.»

نیلوفر تېر کال د ښوونځي شپږم ټولګی پای ته رسولی وو. «پلار او مور مې وايي، اوس دې چې درسونه پای ته رسېدلي، وخت را رسېدلی، چې مېړه وکړې او خپل بخت پسې لاړه شې.»

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي بره نجونې له زده کړو راګرځولې دي. ملګري ملتونه وايي، په زده کړو د طالبانو د محدودیتونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

ویل کېږي، د نجونو په زده کړو بندیز، په افغانستان کې د کم عمره او ماشومتوب د ودونو لامل شوی دی.

د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۹ مه په یوه راپور کې ویلي دي، له زده کړو محرومې کابو ۷۰ سلنه نجونې ژر یا کم عمره واده ته اړ شوې دي.

په لومړیو ورځو کې، چې د نیلوفر پلار او مور د هغې سره د واده په اړه خبرې کولې، فکر یې کاوه، چې له هغې سره مینه کوي. هغې ان څو ځلې کور ته د نابلل شویو مېلمنو راتګ هم جدي نه نیولی. «هېڅکله مې پام نه شو، چې هغوی څوک دي او ولې زموږ کره راغلي دي، خو کله چې څو ځلې پرلپسې راغلل زړه کې مې شک پیدا شو.»

نیلوفر د خپلو هیلو او خوبونو په اړه وايي، درس یې ډېر خوښېده او غوښتل یې ډاکتره شي. واده هغه څه وو چې هېڅ وخت یې نیلوفر په اړه ان یو ځل هم فکر نه وو کړی.

د طالبانو په واکمنېدو سره د ماشومتوب واده زیاتوالی، په نجونو د طالبانو د زده کړو بندیز او هم په افغانستان کې د پراخې بېوزلۍ له امله په یوه جدي اندېښنه بدل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي، ډېری ښځې اړ دي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو لوڼو د کم عمره ودونو سره موافقت وښيي.

د دې دوه لاملونو تر څنګ، خو د ماشومتوب له واده د طالبانو سیستماتیک ملاتړ یوه بله لویه اندېښنه ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر په خپل تازه راپور کې، به افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، طالبانو یوه ۱۸ کلنه نجلۍ اجباري واده ته د غاړې نه اېښودو له امله نیولې او زنداني کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

په دې راپور کې چې د سږ کال د سلواغې په ۱۹ مه خپور شوی او موده یې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر نه تر دسمبر پورې ده، راغلي، دا ځوانه نجلۍ د طالبانو په یو له ولایتي زندانونو کې بندي ده.

په ورته وخت طالبانو په یوه تازه قانون کې د ماشومتوب له واده ملاتړ کړی دی. د منتقدینو له نظره، د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال د غوايي په ۲۴ مه، د «زوجینو جلاوالي» اصول نامې په توشېح سره د ماشومتوب واده ته رسمیت ورکړ.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې د دې سند د توشېح په غبرګون کې ویلي دي، دا سند «ماشومانه ودونو ته مشروعیت ورکړی او د نجونو چوپتیا یې د واده لپاره په رضایت تلقي کړې ده.»

د نیلوفر د کوژدنې مراسم د سږ کال د غبرګولي په ۱۲ مه تر سره شول. واړه مراسم چې شاوخوا ۳۰ تنو مېلمنو، قومي مشرانو په کې ګډون کړی وو. ان په دې مراسمو کې یې ۲۱ کلن نامزاد هم ګډون نه درلود.

نیلوفر تر څو خبرېده، چې واده کوي، کورنۍ یې د کوژدنې مراسمو د ترسره کېدو نېټه هم ټاکلې وه. له هغې یې ان یو ځل هم په دې اړه چې خوښه یې ده که نه، چا پوښتنه نه ده کړې. نیلوفر ان یو ورځ ځان په یوه کوټه کې بندي کړ، خو بیا هم چا د هغې مخالفت ته ارزښت ورنه کړ.

د نیلوفر د کورنۍ له ګاونډیانو، سیمرا چې د هغې د کوژدنې په مراسمو کې یې هم ګډون کړی وو. د دې پېښې په پخلي سره وايي، د کوژدنې په مراسمو کې یې د نیلوفر له مور سره کړې دي، چې نه باید داسې یې کړي وای: «د نیلوفر مور و ویل، کله مې چې خپله واده وکړ، ان د نیلوفر په کچه هم نه وم، وړه نجلۍ نه ده.»

د نیلوفر له نظره که طالبانو د ښوونځيو دروازې نه وای تړلې، اوس به دا وضعیت د دې لپاره توپیر کاوه: «زه سلو په سلو باور لرم، که چېرې له شبږم ټولګي بره زموږ پر مخ د ښوونځي دروازه نه وای تړل شوې، اوس به له دې تور برخلیک سره نه وای مخ.»

یادونه: مستعار نومې نیلوفر د کم عمره واړه قرباني ده.

اړوندې لیکنې

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه