د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مشهد کې د محصلو افغان نجونو اعتراض: د ایران بسیج ځواکونو څو تنې نیولې

13 جون 2026
مشهد کې د محصلو افغان نجونو اعتراض: د ایران بسیج ځواکونو څو تنې نیولې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

ایران کې د افغان کډوالو تر منځ سرچینې وايي، مشهد ښار کې یو شمېر محصلو افغان نجونو، چې د طالبانو له لوري د ښځو نیونې غبرګون کې یې غونډه کړې وه، د ایران د بسیج ځواکونو له خوا ونیول شوې.

رخشانه: دا زده کړیالې نجونې پرون جمعه د (غبرګولي ۲۲ مه) له ماسپښين وروسته، د مشهد ښار «ګلشهر» سیمه کې راغوڼډې او اعتراض یې کړی وو.

د ایران مشهد کې د افغان کډوالو تر منځ دوه سرچینو د عیني شاهدانو له قوله ویلي، د ایران بسیج ځواکونو، دا محصلینې و وهلې او ویې نیولې.

د ایران د بسیج ځواکونو له خوا د نیول شویو افغان زده کړیالو نجونو کره شمېر نه دی معلوم.

سرچینو ویلي، بسیج ځواکونو د دې زده کړیالو افغان نجونو تر نیولو وروسته، د اعتراضي غونډو جوړېدو د مخنیوي لپاره سیمه نه ده پرېښې.

د سرچینو په وینا، دغو ځواکونو د «فلکې» شاوخوا حضور درلود او څو عرادې «لوی بس ته ورته موټرونه» یې هم له ځان سره راوستي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا زدکړیالې افغان نجونې د ایران د بسیج ځواکونو له بنده خوشې شوې که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ایران تهران کې د افغان سفارت مخې ته یو شمېر ښځو، د طالبانو له خوا په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې اعتراضي لاریون کړی وو.

د ایران د وګړو عمومي ادارې، له دې لاریون وروسته اعلان وکړ، چې افغان وګړي حق نه لري، د دې ادارې له همغږۍ او اجازې پرته، په دې هېواد کې لاریونونه وکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه