د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو هرات کې د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه ښځینه ډاکتره نیولې

13 جون 2026
طالبانو هرات کې د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه ښځینه ډاکتره نیولې

انځور: رخشانې رسنۍ

د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) اعلان کړی، چې د طالبانو امربالمعروف ځواکونو، تېره اوونۍ هرات ښار کې دې سازمان پورې تړلې یوه ښځینه ډاکتره، د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې ده.

رخشانه: دا ښځینه ډاکتره د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶ مه) هرات حوزوي روغتون ته پر لار، د مېړه په شتون کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

د بې پولو ډاکترانو سازمان ویلي، دا ښځینه ډاکتره، چې د هرات حوزوي روغتون کې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ماشومانو برخه کې یې کار کاوه، له دوه ورځې بند او لیکل شوي ګواښ وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

دې سازمان هرات کې د طالبانو د امربالمعروف له خوا د دې ښځینه کارکوونکې په دوه ورځني بند غوسه ښودلې وايي، دا محدودیتونه به «د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو مستقمې اغېزې» ولري.

د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، په دې دلیل چې «د زېږون پاملرنې په پروژو متمرکزې» دي، د دې بنسټ له نیمايي زیات کاري ځواک ښخې جوړوي او د شځو لپاره د درملنې په ځانګړو ځایونو کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره د ښځو شتون اړین دی.

دې سازمان زیاته کړې، د ښځو پر کار او تګ راتګ او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې په ملي او نړیوالو بنسټونو کې، د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول، هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو منفي اغېز کوي.

د دې سازمان په وینا، «دا محدودیتونه په نابرابره توګه ښځې او ماشومان اغېزمنوي، ځکه چې دوی ډېری وخت د خوندي او کلتوري پلوره مناسبو روغتیايي خدماتو چمتو کولو لپاره، په ښځینه روغتیايي کارکوونکو تړلې دي.»

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې، په دې ولایت کې د ښځو او نجونو په حجاب لا جدي محدودیتونه لګولي دي. د دې محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې، لسکونه ښځې او ځوانې نجونې د حجاب نه رعایت کولو په تور د دې ډلې له خوا نیول شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیونې، پراخ غبرګونونه راپارولي، له هغې جملې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ، د هرات د جبرئیل ښارګوټو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ، چې د طالبانو له خوا وځپل شو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه