غزال محمدي
د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له خوا د «بې حجابۍ» په تور د هراتي ښځو او نجونو د نیونې د غبرګون په تازه څپو کې، یوې ۲۰ کلنې هراتي نجلۍ په یوه سبمولیک اقدام کې خپل ټکري ته اور ورته وکړ، هغه حرکت چې د دې په وینا، هرات کې د فشارونو زیاتوالي او وېرې فضا ته ځواب دی.
د امنیتي اندېښنو له امله، په دې راپور کې دغه نجلۍ د «نازنین» په مستعار نوم یاده شوې ده. هغه رخشانې رسنۍ ته وايي: «غواړم وښیم دغه یوه ټوټه چې یوه ورځ موږ ته د عبادت سمبول وو، اوس زموږ لپاره زموږ د غږ په خفه کولو بدله شوې ده.»
نازنین په داسې حال کې په اعتراض لاس پورې کوي، چې د هرات اوسېدونکو د طالبانو له لوري د لسګونو ښځو او ځوانو نجونو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د خلکو د سرچینو په وینا، هرات کې د طالبانو له خوا د یوې اوونۍ راهیسې، د ښځو او نجونو د نیونې څپه پیل شوې او د دې ډلې محتسبینو د هرات ښار څخه ښځې او نجونې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي، تر اوسه د نیول شویو کسان په اړه معلومات په لاس کې نشته.
نازنین و ویل: «چاړه هډ ته رسېدلې ده. کله مې چې ولیدل طالبان ان زموږ دود او سنتي جامې په رسمیت نه پېژني او له هغې څخه د ځپې، سپکاوي او له کورنیو د اخاذي په توګه ګټه اخلي، احساس مې وکړ، چې نوره چوپتیا روا نه ده. د چادرنماز سوځول ناڅاپي پرېکړه نه وه، بلکې د ټولو بشري حقونو څخه د محرومیت په اړه د راټولې شوې غوسې پایله وه.»
د نازنین په وینا، په داسې حال کې چې طالبانو حجاب د ښځو د کنټرول په توکو اړولی، هغې د خپل چادرنماز په سوځولو سره یو سمبولیک اعتراض ثبت کړی دی. هغې و ویل: «ښايي ونه شو کولای په یوه ویډیو یو حکومت او قوانینونو ته بدلون ورکړو، خو د وېرې دېوال نړوي، کله چې نورې نجونې دا ویډیو ګوري، متوجه کېږي، چې په خپله غوسه او ناهیلۍ کې یوازې نه دي.»
نازنین د دې اعتراضي شېبې تر سره کول د وېرې او خلاصون د حس ترکیب وباله وايي: «ما د سختې وېرې او مطلق زړورتیا ترکیب احساس کړ، زما لاسونه لړزېږي، زه پوهېږم، چې که زما هویت څرګند شي، زه به د شکنجې، زندن او ان مرګ سره به مخ شم، خو په ورته وخت مې د آزادۍ احساس وکړ. ما احساس وکړو چې د څو شېبو لپاره د اور د ژنې په ایستلو سره، د بندیتوب ځنځیرونه ویلې کړل او د خپل ژوند کنټرول مې بېرته تر لاسه کړ.»
د ټکري چې هرات کې په چادرنماز مشهور دی د سوځولو ویډیو، په ټولنیزو شبکو له خپرېدو وروسته له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د نازنین په وینا، د کاروونکو یوې لویې برخې په ځانګړې توګه ښځو او ځوانو نجونو له دې ګامه ملاتړ کړی، خو تر څنګ یې له ګواښه ډک پیغامونو او د «بې دینې» له تورونو سره هم مخ شوې ده: «… یو شمېر له وېرې یا افراطي لید لوري له پلوه، زه په بې دینۍ او یا ځان په خطر کې اچولو تورنه کړې یم، خو ټولیزه پایلې وښوده، چې دې ویډیو وکولای شوای، د ښځو ځپلو موضوع له سره ګرمه کړي.»
د ښځو او نجونو د نیونې څپې، هرات ښار کې د وېرې بې سارې فضا رامنځ ته کړې ده. د ټولنیزو شبکو کاروونکو له تشو واټونو او بازارونو د ویډیوګانو په خپرولو سره د سندري غاړي او کمپوزر امیرجان صبوري دا سندر «شهر خالي» زمزمه کوي، وايي په ښار کې د ښځو شتون د پام وړ کم شوی دی. یو شمېر دوکاندارانو هم د ښځو د ګڼې ګوڼې د کمښت له امله، بازارونو د بندښت څخه شکایت کوي.
له دې سره نازنین وايي، له نیولو وېره د دې لامل شوې، چې کورنۍ یې تګ راتګ محدود کړي. هغې و ویل: «پلار او وروڼه مې زما د خوندیتوب او آبرو لپاره، نه پرېږدي، چې له کوره ووځم او ټینګار کوي، چې که د باندې وتو ته اړ شوم، حتما باید تر ټولو ډېرې پتې جامې ولرم. دا د یوې لویې وېرې له امله یو ډول زغم دی، چې طالبانو د هراتي کورنیو زړه ته اچولی دی، ځکه هغوی پوهېږي، چې زما د نیولو په صورت کې هېڅ قانون یا محکمه به له ما د دفاع لپاره شتون ونه لري.»
نازنین چې د دې اوونۍ په اوږدو کې یوازې یو ځل له کوره بهر وتلې، دا د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې یادوي، چې په هره شېبه کې یې د نیولو وېره په سر کې ګرځي. دا وايي: «زما جامې تور ټکری او ډبل ماسک وو، تر څو لږ هم راته پام نه شي، سړکوونه ټول تش وو، او په ټوله لار مې زده په شدت سره درزا کوله، د طالبانو د هرې رنجرې په لیدو مې دا مرګونې وېره مې درلوده، چې نه ویل کېږي له هېڅ دلیل پرته مې موټر ته پورته نه کړي او نامعلوم ځای ته مې ونه لېږدوي. دا وېره له سپکاوي او آبرو توییندې وه.»
د دې حالت تر څنګ د نورو ښځو کیسې هم د فشارونو ډېرېدو خبره کوي. د هرات ولایت نجونې وايي، د نیول کېدو له وېرې د خپلو کورنو په څلورو دېوالونو کې بندې دي او کورنۍ یې له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي.
یو له دې نجونو ۲۵ کلنه مرجان عزیزي ده، هغه وايي، د ښځو او نجونو د نیولو ځپې له پیل سره، د هرات فضا تر ډېره د نارینه وو په واک کې وه او ښځې «په کورنیو بندیانو» اوښتې دي.
مرجان و ویل: «دا یوه ډلیزه تښتوونه ده، چې ټول د ناموس په کلمې له خلکو باج اخلي. له بده مرغه طالبانو لا دمخه د خپلو امرونو سره د نجونو څخه د ژوند کولو اراده تروږلې وه او له دې وروسته فکر کوم موږ له زولنو پرته زندانیانو او کورنیو بندیانو باندې بدلې شوو.»
نوموړې وايي، د فشارونو له سختېدو وروسته یې پرکړه وکړه، چې بازار ته لږ لاړه شي او د مدني اعتراض یو ډول تعقیب کړي. «د نیول کېدو خبرونو له اورېدو وروسته مې له نورو نجونو سره پرېکړه وکړه، یوازې شی چې په دې وروځو کې تر سره کولی شو، دا دي، چې د طالبانو د خوښې حجاب په تن نه کړو او سوداګریزو مرکزونو ته لاړې نه شو.»
مرجان یو نیم کال وړاندې د یو میلون او پنځه سوه زره افغانیو په لګښت، هرات کې د ښځو لپاره یوه ځانګړې کافه جوړه کړې وه، خو د دې په وینا، هرات کې د طالبانو د امربالمعروف د رییس په امر، د دې کافې فعالیت ودرېدو او پانکه یې بې ځایه ولاړه.
۴۲ کلنه لیدا د هرات ولایت په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه چې تر دې وړاندې کار ځای ته په حجاب کې تله وايي، د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو تر نیول کېدو وروسته، د کورنۍ نارینه وو د دې په تګ راتګ سخت مقررات لګولي دي او له دې یې غوښتي، چې یوازې د اړتیا په وخت کې له کوره ووځي. «زه معمولآ د ورځې دوه درې ځلې له کوره وځم، خو دا اونۍ مې وتل له احتیاط او ډېرو اندېښنو سره دي. هر ځل چې د باندې ځم، ډېر فکر مې خپل شاوخوا امنیت او وضعیت ته وي.»
له شلو کلونو وروسته د افغانستان سیاسي واک ته د طالبانو په بیا راستنېدو سره، افغان ښځې او نجونې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. د زده کړې د حق له محرومیت څخه نیولې، د تګ راتګ تر پراخو محدودیتونو او جبري حجاب پورې. دا محدودیتونه په دې وروستۍ اوونۍ کې د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې د ښځو او نجونو په نیول کېدو سره لا سخت شوي دي.
د سه شنبې ورځې (غبرګولي ۱۹مې) وروستي اعتراض کې، د هرات جبرئیل لږ تر لږه ۷۰ تنه اوسېدونکو په اعتراضي لاریون لاس پورې کړ. دې لاریون کابو یو ساعت دوام درلود او د طالبانو د ځانګړې قطعې د ځواکونو په هوايي ډزو او وهلو ټکولو وځپل شو.
د هرات جبرئیل کې د خلکو سرچینو د رخشانې رسنۍ خبریال ته ویلي وو، چې د دې سیمې د اوسېدونکو د اعتراضي لاریون ځپلو په جریان کې یو لس کلن ماشوم او یوه سړي ژوند له لاسه ورکړی دی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
هرات کې د طالبانو له لوري د معترضینو ځپلو ته نړیوال غبرګونونه پراخه وو او دې بنسټونو د اعتراض کوونکو له تاوتریخوالي ډک ځپل ټکان ورکوونکی بللی دی.







