د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

د غزني ملي تلوېزیون

غزني او فراه ولایتونو کې د دوه جلا ترافیکي پېښو په ترڅ کې پنځه تنه مړه او د ۱۱ ښځو په ګډون ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: لومړنۍ پېښه د غزني ښار اړوند سیمه او دویمه هغه د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، دغه ترافیکي پېښه د شنبې شپه (د غبرګولي ۲۳ مه) ۱۰ بجې د غزني ښار د «روضې کوتل» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرحدي وايي، دغه ترافیکي پېښه د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ موټر او یوه بار وړونکي ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د پېښې ټپیان د غزني ښار مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي. د دې پېښې د ټپیانو د هویت، جنسیت او روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل، د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې شوده.

بل خوا فراه کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دې ولایت فراه رود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راوړل شوي، دا ترافیکي پېښه نن (يکشنبې د غبرګولي ۲۴ مه) له ماسپښين مخکې، د فراه ردو ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

فراه کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، دغه پېښه د یوه فیلډر او یوه هایلکس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې درې تنه مړه او ۱۱ ټپیان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، دا پېښه هم د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه