د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو په یوه اعتراضي غونده کې له افغان ښځو په ملاتړ ټینګار وکړ او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنستي توپیر د په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

رخشانه: دغه اعتراضي غونډه پرون یکشنبې د (غبرګولي ۲۴ مه) د افغان کډوالو، بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو په ګډون، د کاناډا تورنتو ښار کې جوړه شوې وه.

د دې غونډې ګډنوالو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په پراخو بشري سرغړونو، جوړښتي ځپنې او جنسیتي توپیر په وړاندې اعتراض څرګند کړ او له افغان ښځو او نجونو، په ځانګړې توګه له هراتي ښځو سره یې پیوستون اعلان کړ.

کاناډا کې افغان کډوالو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، افغانستان نن ورځ د بشري حقونو له ژور بحران سره مخ دی، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخ محدودیتونه د دې لامل شوي، چې هغوی له عمومي ژوند څخه حذفې شي.

د دې غونډو ګډنوالو ویلي دي، دا وضعیت د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او له عمومي ژوند څخه د نیمايي ټولنې د حذفولو هدفي هڅې دي. دوی د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې د افغان ښځو په وړاندې جنسیتي توپیر، د جرم په توګه د پېژندنې غوښتنه وکړه.

معترضینو د طالبانو له خوا د سوله ییزه اعتراضانو ځپل وغندل او ژر تر ژره یې د ټولو ښځو، مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

همدارنګه کاناډا کې افغان کډوالو، افغانستان کې د مذهبي او قومي لږکیو په وړاندې د جوړښتي تبعیض څخه اندېښنه څرګنده کړه.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو څخه غوښتي، چې د هزارګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د هغې د درېدو لپاره ګام پورته کړي.

همدارنګه معترضینو له ملګرو ملتونو، کاناډا له دولت، دموکراتیکو دولتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په وړاندې غلي پاتې نه شي.

دوی همداراز د جنسیتي تبعیض د نظام ختمولو، نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو بیا پرانستو، د کار حق د برابرولو، د ښځو د زده کړو او ټولنیز ګډون، د ټولو سیاسي بندیانو د خلاصون او د ښځو د سوله ییزه اعتراضونو د ځپلو بندېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه