د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

انځور: رخشانه رسنۍ

آزاده تران

کابل په یوه بې روحه ښار تبدیل شوی دی، د هما* دا بیان له هغو ورځو دی، چې د طالبانو له وېرې پر واټونو د ښځو شتون کم تر سترګو کېږي. «اصلا په بهر کې هېڅ ښځه او ځوانه نجلۍ نشته. ښار بشپړ بې روحه او د وحشت په ښار اوښتی دی او موږ نجونې د خپل ژوند تر ټولو تورې ورځې تجربه کوو.»

۲۷ کلنه هما، درې ورځې کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د نیولو له وېرې خپل کار ځای ته نه ده تللې.

هما د کابل ښار په لوېدیځ کې اوسېږي. هغه په یوه سوداګریز مرکز کې د لاسي صنایعو هټۍ لري. هما درې میاشتې کېږي، چې هټۍ پرانستې وه. «له زده کړې خو پاتې شوو،  درې میاشتې کېږي، چې په ډېره سختۍ مې هټۍ په پښو ودروله، اوس دې وضعیت ته ګوره، یو پلو د طالبانو فشار او له بل لوري د کورنۍ. زموږ هره یوه هیله له خاورو سره برابرېږي. تر چې سر پورته کوو، بېرته مو په ځمکه و وهي. اوس مو طالب له حجاب سره هم نه مني او له بل لوري کورنۍ وايي، کار مه کوۍ او په کور کېنۍ. نور په رښتیا زموږ صبر تر مورګو شوی دی، ټوله ورځ مو په وېره او اندښنو تېرېري.»

د طالبانو ډلې ۱۰ ورځې مخکې، هرات کې د «بې حجابۍ» په تور د ښځو د نیولو پراخه څپه پیل کړې ده. لسګونه ښځې یې نیولې او له برخلیکه یې معلومات نشته دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هرات کې د ښځو نیول، په افغانستان کې د ښځو د او نجونو د حقونو ځپلو دوام دی.

د ښځو نیول او ډارولو وېره، یوازې تر هرات پورې نه محدودېږي. په نورو ولایتونو له هغې جملې کابل کې هم وضعیت بدلون کړی دی.

هما رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «[کورنۍ مې] راته و ویل، که طالبان تا یوسي، بیا کور ته را نه شې. په دوه لارې کې یم، نه پوهېږم څه وکړم؟»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون، د غبرګولي په ۱۸ مه نېټه ویلي وو، طالبانو هرات کې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې دي.

خو هغه شمېرې چې عیني شاهدانو ورکړې، ډېرې زیاتې دي.

د کابل د لوېدیځ اوسېدونکې ۱۸ کلنه شکریه* وايي، د نیولو له وېرې، څلور ورځې کېږي، چې له کوره د باندې نه ده وتلې. «څلور ورځې کېږي، ان تر کوڅې هم نه یم تللې او لکه بندیانې داسې ژوند کوو. ان و مې نه شوای کولی د انګلیسي ژبې کورس ته لاړه شم. په دې خاطر چې زموږ ټولګي کې ټولې نجونې وې، ټولګی د څو ورځو لپاره وتړل شو. په رښتیا نه شم ویلای، چې په دې وېرې او محدودیتونو سره زموږ ژوند څومره سخت تېرېږي.»

د هرات اوسېدونکو په دغه ولایت کې د طالبانو والي ته په یوه لیک کې ویلي، په هراتي ښځو د محدودیتونو پلي کول بې عدالتي او له کینې ډک چلند دی.

که څه هم د طالبانو د نویو محدودیتونو لمن له هرات نه پیل شوې، خو یوازې تر دې ښار پورې نه ده محدوده شوې.

۲۲ کلنه ښځه زحل* وايي، کابل کې د طالبانو له لوري د محدودیتونو پلي کولو وروسته، د نیولو له وېرې ان نه ده توانېدلې، چې ناروغه لور روغتون ته د درملنې لپاره یوسي.

هغې ویلي، مېړه یې مسافر دی. «بېرون ډېر ډاروونکی دی. زما لور یوه اوونۍ کېږي سخته ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې تر اوسه ډاکتر ته هم نه ده بېولې.»

زحل وايي، په دې ورځو کې ان د کور د اړتیاوو اخیستو لپاره په سختۍ سره د باندې وځي او ټوله لار په وېره او ډار کې روانه وي: «زما په څېر کسان چې په کور کې یوازې وي حیران پاتې کېږي، چې څه ډول له نانوایۍ څخه یوه وچه ډودۍ راوړي، په خدای قسم چې تر نانوایۍ پورې په بشپړ حجاب کې د شا له کوڅو ځم.»

۲۴ کلنه نجیبه، له یوې میاشتې راهیسې د «درملو بازارموندونکې» په توګه کابل کې کار کوي، خو له کله چې دا وضعیت رامنځ ته شوی، خپل کار ته نه ده تللې. «له یو کال بېکارۍ وروسته، تازه یوه میاشت کېده، چې کار مې موندلی وو، خو وا مې اورېدل، چې طالبان بیا نجونې نیسي. په رښتیا و وېرېدم او کورنۍ مې هم پرېنښودم. ویل یې مخکې له دې، چې طالبان مې یوسي، ښه به دا وي، چې کار ته لاړه نه شم او په کور کېنم.»

نجیبې ویلي، طالبان سره له دې چې پوهېږي، په افغانستان کې د ښځې او نجلۍ نیول په هغوی څومره بد ټولنیز داغ پورې کوي، خو بیا هم د ښځو او نجونو له نیولو او ظلم څخه لاس نه اخلي.

د هغې له نظره، دا د افغان ښځو او نجونو سره ښکاره دښمني ده.

بل لور ته د کابل په یوه دولتي روغتون کې یوې نرسې پروین* هم ویلي، ډېرې ورځې کېږي، چې کار ځای ته په وېره کې ځي او په وېره کې کور ته راځي. «دا څو ورځې کابل کې هر څه بدل شوي دي، له کوره تر دندې چې رسېږو، نیم بدن مو اوبه کېږي.»

هغې ویلي، نور همکاران یې هم د دې په څېر، د طالبانو د نیولو له وېرې سره خپل کار ته راځي.

افغانستان له هغې جملې هرات کې د ښځو نیولو ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، هرات کې د ښځو نیول غیر قانوني او د نه منلو دي.

افغانستان تېره اوونۍ لږ تر لږه یو ځل د طالبانو په وړاندې د خلکو د لاریونونو شاهد وو، د هرات لوېدیځ ته د جبرئیل سیمې اوسېدونکو، چې ښځې او نارینه په کې شامل وو، په لاریونونو لاس پورې کړ.

دا اقدام د طالبانو د زور زیاتي په ځپلو تمام شو. لږ تر لږه دوه لاریونیان، یو ماشوم او یو سړی په کې و وژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

طالبان لا هم د معترضینو د پېژندو په لټه کې دي او داسې راپورونه دي، چې نیونې لا هم دوام لري او طالبان د استوګنې په سیمو کې په پراخ حضور او د خلکو د تلېفونونو په کتلو سره، د معترضینو د پېژندنې هڅې کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ورور مې مسکا او د خور مې اوښکې، د کانکور او ناتمامه خوبونو کیسه

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

د ټولو لاسوندونو او راپورونو سره سره، د طالبانو د امربالمعروف وزارت، هرات کې د ښځو او ځوانو نجونو د خپل سرو نیونو راپورونو په غبرګون کې ویلي، دا راپورونه له حقیقته لرې او «واقعیت» نه لري.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا، هرات کې د ښځو د نیولو پخلی کړی دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی
خبر

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

8 جولای 2026
د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره
دسته‌بندی نشده

د جلاوطنۍ ترخه ډوډۍ: ایران کې د افغان کډوالو تر منځ د بېوزلۍ څېره

8 جولای 2026
معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی
خبر

معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی

7 جولای 2026
په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟
دسته‌بندی نشده

په سړک طالبان، په کور کې نارینه، د افغان ښځو د اعتراض غږ څنګه غلی کېږي؟

7 جولای 2026
لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور
خبر

لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور

4 جولای 2026
بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه
دسته‌بندی نشده

بدخشان کې څو ښځینه موټر چلوونکې او د طالبانو په چک پانتونو بې شمېره خنډونه

4 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه