د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

عکس: OCHA Afghanistan

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې افغانستان کې کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

رخشانه: اوچا نن (دوشنبې د غبرګولي ۲۵ مه) په یوه راپور کې ویلي، د مخنیوي وړ او ژوند ژغورونکو تغذیوي مداخلو پرته، د تغذیې وضعیت احتمال لري، د ۲۰۲۶ کال په جریان کې لا خراب شي.

دې بنسټ ویلي، ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د تغذیې وضعیت په ګړندۍ توګه د خرابېدو په حال کې دی او د ۲۰۲۵ کال په پرتله، له ټولو ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې سختې خوارځواکۍ زیاتوالی کړی دی.

اوچا دفتر زیاته کړې، د خوارځواکۍ د لوړو فصل (د جولای نه تر سپټمبر پورې» د پیل څخه د مخه د سختې خوارځواکۍ خرابوالی رامنځ ته شوی، چې د یوه ژر او سخت بحران د رامنځ ته کېدو ښودونه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د دې وضعیت په عواملو کې د مور د شیدو ناسم دودونه، خواړه او د ماشومانو ناسمه پاملرنه، د خوړو د خوندیتوب زیاتوالی، د ناروغیو زیاتوالی، د اوبو له خدمتونو محرومیت، روغتیا، پاکۍ او تغذي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي کموالی شامل دي.
د اوچا په وینا، نېږدې ۴۰ سلنه ماشومان د شپږو میاشتو څخه کم عمر د شدیدې خوارځواکۍ، له امله په روغتونونو کې بستر دي، چې دا په کم عمر کې د خطر زیاتوالي او په روغتیايي خدماتو باندې د فشار زیاتوالی په ګوته کوي.

دې بنسټ زیاته کړې، د دوو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان په غیر متناسب ډول اغېزمن شوي، په داسې توګه چې ۸۳ سلنه د شدیدې خوارځواکۍ قضیې او ۷۷ سلنه د منځنۍ خوارځواکۍ قضیې جوړوي. همدارنګه آټکل کېږي، چې ۱۹ سلنه قضیې د لوړ خطر ګروپ کې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

اوچا ویلي دي، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي، چې ۹۴۲ زره مورده به یې سخته خوارځواکي، ۷۰۷ زره او ۴۰۴ مورده له ګواښه ډکه د منځنۍ کچې خوارځواکي او دوه میلیونه مورده د لومړي پړاو د منځنۍ کچې خوارځواکي کېږي. پر دې سربېره، اټکل کېږي، چې ۱.۲ میلیونه امیدواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم تر اغېز لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د انساني تلفاتو او نه جبرانېدو پایلو د مخنیوي لپاره د بېړني تمویل د زیاتوالي او تغذیې د اړینو پروګرامونو تر سره کول اړین دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه