د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

د بامیانو پنجاب کې د یوې سیمې انځور/ انځور: رخشانه رسنۍ

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې د یوه کلي پر اوسېدونکو د وسله والو کوچیانو په برید کې درې نارینه ټپیان شوي او پر ښځو او ماشومانو هم ډزې شوې دی.

رخشانه: پنجاب ولسوالۍ کې دوه ځايي سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا پېښه نن (سه شنبې د غبرګولي ۲۶ مه) سهار ۱۰ بجې د بامیان د پنجاب ولسوالۍ د « توبک پُشته غُرغُری» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، وسله والو کوچیانو شاوخوا پنځه سوه سره څاروي د دې کلي کروندو کې خوشي کړي وو او کله چې د سیمې اوسېدونکو د خپلو کروندو د تخریب مخینوي لپاره کوچیانو ته ورځي، د هغوی تر برید لاندې راځي.

سرچینو زیاته کړې، وسله والو کوچیانو د دې کلي د خلکو پاشلو لپاره، پر هغوی ډزې کړې او د « توبک پُشته غُرغُری» کلي درې تنه اوسېدونکي، حاجي محمد حسین، جعفر او علي داد یې د «مرګ تر بریده» وهلي دي.

له ټپیانو د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او دوه نور ښه دي.

د سرچینو د خبرو له مخې، وسله والو کوچیانو د کلي د خلکو تر پاشلو وروسته، د هغوی د کورونو پر لور ورغلي او د دې کلي پر ښځو او ماشومانو یې هم ډزې کړې او هغوی یې له کورونو شړلي دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په هغه انځورونو کې چې له دې پېښې رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي، د څو نارینه وو له هغې جملې د یوه سپین ږیري په بدن د توروالي او تپونو نښې ښکاره تر سترګو کېږي.

سرچینو زیاته کړې، د سیمې اوسېدونکو پنجاب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي ادارې ته شکایت وکړ، خو دې ډلې د خلکو غوښتنې ته پام ونه کړ او موضوع یې تعقیب نه کړه.

هر کال د پسرلي موسم په رارسېدو سره، وسله وال کوچیان له زرګونه سره څارویو سره، د هېواد مرکزي سیمو په ځانګړې توګه هزاره مېشتو سیمو باندې یرغل کوي.

وسله وال کوچیان په هزاره مېشتو سیمو په یرغل سره، د خلکو کروندې له منځه وړي، ځايي اوسېدونکي ځوروي او د خلکو د مقاومت مخ کېدو په صورت کې، هغوی وهلي ټکوي او وژني یې.

د وسله والو کوچیانو او هزاره مېشتو سیمو د خلکو تر منځ موضوع یوه نا حل شوې موضوع پاتې ده. کوچیانو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره د اړیکو لرلو څخه په ګټنې، د هزاره مېشتو سیمو د اوسېدونکو ځورولو ته زور ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه