د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

18 جون 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

انځور: UN

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون د توشېح په غبرګون کې ویلي، دا قانون ښځې او نجونې د ناوړه ګټې اخیستنې او استحصال سره مخ کوي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو نن (پنشنبې د غبرګولي ۲۸ مه) په یوه بیانیه کې د زوجینو جلاوالي په اړه د طالبانو قانون، د ښځو او نجونو حقونه تر پخوا ډېر کمزوري کوي.

د دوی په بیانیه کې د دې قانون په اړه خبرداری ورکړل شوی وايي، دا قانون هم د ماشومتوب واده ته مشروعیت ورکوي او هم د دې خنډ ګرځي، چې ښځې او نجونو وکولی شي، د تاوتریخوالي ډکو او ځوروونکو اړیکو څخه ووځي.

اعلامیه کې زیاته شوې، دا قانون ښځې او نجونې د ناوړه ګټې اخیستنې او استحصال په وړاندې زیانمنوي او دا فرمان همدارنګه کولی شي، افغانستان کې پر شیعه او نورو ټولو لږکیو هم منفي اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، «دا فرمان تر هر څه ډېر د ماشومتوب واده ته اعتبار ورکوي، د ودونو په ترتیب کولو کې د سرپرستانو له خوا د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال زیاتوي او د نجونو لپاره دا کابو ناممکن کوي، چې د کورني تاوتریخوالي په اړه راپور ورکړي یا اقدام وکړي.»
دوی زیاته کړې، د دې فرمان له مخې، کېدای شي نجونې د طلاق غوښتلو د مخه، کلونو کلونه له فزیکي، رواني، جنسي او اقتصادي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شي.

دوی ویلي: «دا فرمان د هغو ښځو او نجونو لپاره چې د مېړونو یا د خسرګنۍ له خوا ځورول کېږي، دا خورا ستونزمنه او ناشوني کوي، چې د تاوتریخوالي راپور ورکړي او د جلا کېدو غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اند، د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون کې ځینې مفاهیم لکه «نه مطابقت، د مېړه ورکېدل، لجاجت او مذهبي دلایل» نه دي تعریف شوي.

هغوی زیاته کړې، افغانستان لا هم اړوندو نړیوالو تړونونو ته ژمن دی، چې په کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون(CEDAW) د ماشومانو د حقونو کنوانسیون، د ربړونې او نورو ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي د مخنیوي کنوانسیون او له ښځو او ماشومانو سره د چلند په برخه کې د سزا کنوانسیون شامل دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې وايي، په داسې شرایطو کې له هغو حقونو کار اخیستل کابو ناشونی کار دی، چې د دې فرمان له مخې ښکار د هغوی لپاره په محکمه کې د حا
په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په داسې شرایطو کې له هغو حقونو چې دې فرمان په ښکاره د هغوی لپاره په پام کې نیولي، له هغې جملې په محکمه کې حاضرېدل، ناشونی کار دی.
دې کارپوهانو د طالبانو له خوا د دې قانون پلي کېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي: «د کړنلارو ملاتړو خدماتو او د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو نشتوالي دا وضعیت لا خراب کړی دی.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ طالبان اړ دي، چې د تاوتریخوالي په وړاندې له ښځو او ماشومانو ساتنه وکړي او له انساني کرامت، برابرۍ او امنیت لپاره د هغوی حقوق تضمین کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دوی «د دې فرمان د تبعیض لرونکو موادو د لغوه کېدو» غوښتنه کړې وايي، دوی د طالبانو له خوا د زوجینو جلاوالي قانون په اړه د یوه تفصیلي تحلیل د چمتو کولو په هڅه کې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه