د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

Skye News

افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشرې میا پارک خبرداری ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو لویه اندېښنه دا ده، چې نړیواله ټولنه به یې هېرې کړي.

رخشانه: افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشرې له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي دي: «هر ځل چې له افغان ښځو او نجونو سره ګورم، لویه اندېښنه یې بل څه نه، بلکې دا ده، چې هېرې به شي.»

د مېرمن پارک په وینا، نورو بحرانونو لکه جګړو، له افغانستان نه د نړیوالو پام اړولی دی.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا افغانستان د نړیوالې ټولنې له اجنډا ایستل شوی دی، و ویل: «دا رښتیا زموږ اندېښنه ده او فکر کوو، د افغان ښځو او نجونو لپاره هم لویه وېره همدا ده.»

مېرمن پارک همدارنګه زیاته کړې، له ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو په زور ایستلو، په ځانګړې توګه د د دغو کورنیو د لوڼو لپاره وضعیت لا پېچلی کړی دی. «هغه نړۍ چې دوی له ستنېدو مخکې پېژندله، له هغې نړۍ سره، چې اوس په افغانستان کې ورسره مخ دي، په بشپړه توګه توپیر لري.»

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۳ د سپټمبر میاشتې د سږ کال تر می پورې، یعنې په څه کم درې کلونو کې له شپږ میلونه زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبانو افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو په وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي، له هغې جملې له زده کړو راګرځول.
نن یو زر اوه سوه څلوردېرشمه ورځ ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي بره نجونې ښوونځي ته له تګه بندې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان(IOM) د دفتر مشرې ټینګار کړی، چې افغان ښځې او نجونې، د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. «ډېره مهمه ده، چې هغوی هېرې نه کړو، تر څنګ یې و اوسو او هر کله چې وتوانېږو، له هغوی ملاتړ وکړو.»

خو طالبان وايي، دې ډلې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه رعایت کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه