د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

انځور: ارزو: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د ښځو د حجاب ځانګړنې مشخصې کړې او د ټول هېواد له خطیبانو او جوماتونو امامانو یې غوښتي، چې د جمعې نمانځه په خطبو کې د حجاب د ځانګړنې بیان کړي.

رخشانه: په دې تګلاره چې تېره ورځ پنشنبې د (غبرګولي ۲۸ مه) په فارسي او پښتو ژبو صادره شوې، راغلي چې «شرعي حجاب باید په لازمي توګه رعایت شي.»

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت په تګلاره کې راغلي، کله چې ښځې له کوره وځي، باید بې سینګاره جامې لکه چادري او برقع ولري.

طالبانو ویلي، حجاب باید د ښځې ټول بدن پټ کړي، بې سینګاره او پام اړونکی نه وي، ډبل وي او نری نه وي، په داسې ډول چې اندامونه یې له شا ښکاره نه شي.

د دې تګلارې له مخې، حجاب تنګ، چسپ، عطر او ښه بوی لرونکی، نارینه وو ته ورته او د غیر مسلمانانو په شان نه وي.

همدارنګه طالبانو ویلي، بې حجابي د «یهودو دسیسه» ده او هغه ښځې چې حجاب نه رعایت کوي، «منافقې» دي.

طالبانو په دې تګلاره کې خبرداری کې د نارینه وو او ښځینه وو تر منځ اختلاط کېدای شي په ټولنه کې د فساد د خورېدو لامل شي.

طالبانو په تېرو نېږدي پنځو کلونو کې، سلګونه ښځې او نجونې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې او زنداني کړې دي. په وروستي ځل، دې ډلې هرات ښار کې لګونه ښځې او نجونې ونیولې.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې ډلې واک ته له بیا رسېدو وروسته، له ۴۷۰ زیات فرمانونه، تګلارې او حکمونه صادر کړي، چې ۷۹ مورده یې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په نښه کړې او هغوی یې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو او خپلواکیو محرومې کړې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه