تمنا تابان
د غبرګولي په ۲ مه نېټه د بامیان ولایت د یکه ولنګ ولسوالۍ د شمس الدین په « شیخ سنګ» سیمه کې، یو ۱۹ کلن ځوان له سړي تښتوونکو سره په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د خبرو سرچینو په وینا، لږ تر لږه څلور تنو وسله والو کسانو د قرباني شوي، د ۱۲ کلنې خور د تښتولو په موخه د هغوی په کور برید وکړ. په دې پېښه کې محمد امین د خپلې خور د تښتول کېدو د مخنیوي په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سرچینې وايي، قرباني دوه مرمې لګېدلی وو. یوه مرمۍ په پښه او دویمه هغه هم په زړه کې.
پېښه څه وه؟
د پېښې قرباني محمد امین ته نېږدې سرچینې وايي، اصلي بریدګر د همدې ولسوالۍ د «ګردن شیب» د کلي اوسېدونکی وو. هغه د محمد امین له وژلو وروسته، د نیول کېدو په خاطر له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی. درې ملګري یې تښتېدلي دي.
د محمد امین له خپلوانو ۲۲ کلن عزم الله* رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا تښتونه د علي په نوم یوه کس تنظیم کړې وه.
د عزم الله په وینا، د دې پېښې جرړې درې کاله مخکې وخت ته ورګرځي. علي د محمد امین د اوسېدو په سیمه کې له یوې نجلۍ سره کوژدن کېږي. هغه وايي، دا چې دغه واده اجباري وو، نجلۍ له یوه بل سړي سره له کوره تښتي.
سرچینو ویلي، د علي ماجرا له خپلې پخوانۍ کوژدنې سره، په ښکاره په همدې پېښه پای مومي او هغه له بلې یوې ښځې سره واده کوي. خو سرچینې ادعا کوي، چې نوموړي له طالبانو مخکې د جمهوریت په وخت کې له خپلې ښځې سر پرې کړی وو. «علي د جمهوریت په وروستیو کې له خپلې ښځې سر پرې کړ او له سیمې وتښتېده، هغه کابو یو کال تر څار لاندې وو، خو ونه نیول شو.»
رخشانې رسنۍ د ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې په ۲۹ مه، له بامیانو یو خبر خپور کړ، چې د یکه ولنګ نمبر یک ولسوالۍ په «ګردن شېب» کلي کې، یوه سړي له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپله تښتېدلې دی. د مېړه له خوا د دې ۳۵ کلن ښخې د سر پرېکېدل، کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی ښودل شوی وو.
د جمهوریت په دوران کې د ښځو چارو وزارت هم د دې پېښې پخلی کړی وو.
د عزم الله په وینا، وروسته له هغې، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، ویل کېدل، چې علي په غور ولایت کې له طالبانو سره کار کوي. رخشانه رسنۍ دا ادعا هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
طالبانو هم چې د دې پېښې رامنځ ته کېدل یې تایید کړي، د دې ډلې له حکومت سره د بریدګر د تړاو په اړه څه نه دي ویلي.
عزم الله وايي، بریدګر په دې وروستیو کې بېرته سیمې ته راغلی وو او څو ځلې له وسلې سره لیدل شوی وو.
له طالبانو د وېرې په دلیل، له طالبانو پرته د وسله والو کسانو ګرځېدل، د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې ناممکن دي او د طالبانو سخت ځپل له ځان سره لري.
یوې بلې خبرې سرچینې ۳۲ کلن موسی* د دې پېښې په اړه ویلي دي، محمد امین له خپلې مور او ۱۲ کلنې خور سره، له پېښې ۱۸ ورځې مخکې د شمس الدین غرنۍ سیمه کې یوه علاقې ته تللی وو. «یو چا علي ته خبر ورکړی وو، چې د مخکنۍ خسرګنۍ (لومړنۍ کوژدنې) یوه نجلۍ او هلک دې سیمې ته راغلي دي.»
د محمد امین کورنۍ د «شمس الدین» سیمې اوسېدونکې ده او د پېښې پر مهال یې پلار په کلي کې په کرکیله بوخت وو.
دا چې د بامیانو دېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي، نور تر ډېره د پسرلي او دوبي موسمونو کې خلک تر ډېره غرنیو سیمو ته کډه کوي، تر څو یې څاروي په ښه توګه غرنیو وښو ته لاسرسی ولري.
موسی ویلي دي، کله چې علي دا خبر اوري «د مخکنۍ ګوژدنې څخه د غچ اخیستو او پخوانۍ کینې د سړولو په پار» پرېکړه کوي، چې د مخکنۍ کوژدنې له کورنۍ څخه یوه بله نجلۍ وتښتوي. «علي په دې فکر چې دا نجلۍ یې د مخکنۍ کوژدنې له کورنۍ څخه ده، راځي تر څو هغه وتښتوي.»
کله چې بریدګر د غبرګولي ۲۰ مه د چهارشنبې په شپه له دریو نورو وسله والو کسانو سره د «شیخ سنګ» غرنۍ سیمې ته راځي، د معلوماتو پر بنسټ په تېروتنې سره د محمد امین په کېږدۍ برید کوي.
سرچینو ویلي، جګړه ماښام مهال رامنځ ته شوه او محمد امین چې خپلې خېمې ته نېږدې چوپاني کوله، د وسله والو کسانو حضور او د خور شورماشور ته متوجه کېږي. هغه ځان تر کېږدۍ رسوي: «قاتل پر غږ کوي، چې مخکې مه راځه که نه په مرمۍ د ولم، خو دا چې یوه ناموسي مسئله وه او محمد امین هم یو غیرتي او ننګیالۍ ځوان وو، بیا هم مخکې ورځې، قاتل یې په پیل کې یوه مرمۍ په پښه ولي، خو محمد امین بیا هم نه درېږي، چې دویمه مرمۍ یې ولي، د محمد امین په زړه لګېږي.
بریدګر د محمد امین په وژل کېدو سره بریالي کېږي، چې د هغه ۱۲ کلنه خور وتښتوي. «وروسته له هغې، چې دوی کله لږ له کېږدۍ لرې کېږي، له نجلۍ پوښتنه کوي، ته د چا لور یې او هغه ځواب ورکوي، د فلاني کس، په همدې وخت کې علي او ورسره ملګري یې دې ته متوجه کېږي، چې په تېروتنې یې بل ځوک تښتولې ده او کوم معلومات چې دوی ته ورسېدلي، دروغ دي. هغوی نجلۍ پرېږدي او خپله تېښته کوي.»
د عزم الله په وینا، عیني شاهدانو په دې پېښه کې څلور تنه بریدګر لیدلي دي. هغه کسانو چې دا څلور نفره یې لیدلي وو، وايي، له علي سره درې نور کسان د دې سیمې اوسېدونکي نه وو، بلکې به بشپړه توګه پردي تر سترګو کېدل.
د پېښې د رامنځ ته کېدو په ځای کې شاوخوا څلور نورې کورنۍ هم وې.
د سرچینو په وینا، د یکه ولنګ ولسوالۍ د ګاونډ سیمو اوسېدونکي تر ډېره یو بل سره پېژني. عزم الله ټینګار کوي، چې طالبان تر اوسه د دې دریو وسله والو کسانو په موندلو نه دي بریالي شوي، چې دې خپله د خلکو تر منځ شکونه را پیدا کړي دي.
د دې سرچینې په وینا، خلک ګمان کوي، چې دا درې کسان د علي ملګري او د غور ولایت اوسېدونکي وو، چې له دې غم لړلې پېښې وروسته په شپه کې غور ولایت ته تښي دي.
د محمد امین د نېږدې خپلوانو له قوله، هغه د کورنۍ یوازینی زوی وو او تر وژل کېدو وروسته یې د مور او پلار روحي او رواني وضعیت «ډېر خراب» شوی دی. «د محمد امین مور او پلار ژور ټکان خوړلی دی، دې پېښې یوازې له دوی زوی واخیست، له بلې خوا د محمد امین کورنۍ سخته بېوزله او څه نه لري.»
له روحي پلوه د محمد امین پلار او مور په داسې وضعیت کې نه وو، چې له رخشانې رسنۍ سره خبرې وکړي. خو هغه کس چې د محمد امین له مور سره خبرې کړې، وايي، همدا چې د خپل زوی له وژل کېدو خبره شوه، په ساعتونو ساعتونو بې هوښه وه.
وروسته له هغې، چې د خور څخه په ساتنه کې د محمد امین د ژوند له لاسه ورکولو خپور شو، دا پېښه په پراخه کچه په ټولنیزو شبکو کې د پام وړ شوه. د ټولنیزو شبکو کاروونکو، له خوا څخه په دفاع کې د نوموړي مېړانه ستایلې ده.







