د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

21 جون 2026
د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د هسپانیا په مادرید او سویډن په استکهلم ښارونو کې د یو شمېر مېشتو افغانانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو، په دوه جلا غوندو کې د طالبانو د ښځو ځپوونکو سیاسیتونو پر ضد لاریونونه وکړل.

رخشانه: معترضینو په دې دوه جلا غونډو کې، نن (شنبې د غبرګولي ۳۰ مه) د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاسیتونو په غندلو سره، له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، دولتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو پای ته رسېدو او جنستي توپیر په رسمیت پېژندو لپاره بېړني او غېزمن ګامونه پورته کړي.

د هسپانیا په مادرید ښار کې مېشت لسګونه افغان سره راټول شوي وو او د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ یې یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په دې پرېکړه لیک کې د طالبانو له لوري د ښځو هدفي ځپنه، د قومونو او مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض او د هزاره ګانو په وړاندې هدفي تاوتریخوالی په کلکه غندل شوی دی.

پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، هسپانیا له دولت او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپير د په رسمیت پېژندنې لپاره بېړني اقدامات او د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت په استکهلم کې د سویډن له بېلا بېلو ښارونو لګونه تنه افغان وکړي او ایراني فعالان سره راټول شوي وو او د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د محدودونکو سیاسیتونو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

ګډونوالو په لاس کې د اعتراضي پلاکارډونو او شعارونو په ورکولو سره د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کوله. یو شمېر ښځو هم تورې جامې اغوستې وې، چې پر هغو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سخت او محدودونکي قوانین لیکل شوي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دې پروګرام په یوه برخه کې اعتراضي ننداره هم وړاندې شوه، چې په هغې کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغان ښځو وضعیت انځور کړای شوی وو.

د دې دوه اعتراضي غونډو جوړونکو ټینګار درلود، چې نړیواله ټولنه نه باید افغان ښځې هېرې کړي.

تېره اونۍ هم د امریکا، کاناډا، آلمان او څو نورو هېوادونو بېلا بېلو ښارونو د طالبانو د روانو سیاسیتونو د محکومیت او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد د اعتراضي غونډو کوربه وو.

په دې ډېرې غونډو کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او پر طالبانو د فشار راوړلو سره دغه ډله د بشري حقونو له سرغړونو راوګرځوي.
طالبانو په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې په پرلپسې توګه د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو حقونه او خپلواکۍ تر پښو لاندې کړې دي. دغې ډلې په دې وروستیو کې هم د ښځو د ټولنیز ګډون او خپلواکیو په وړاندې خپل سختوالی زیات کړی دی. په تازه پېښو کې طالبانو تېره اوونۍ هرات ښار کې لسګونه ښځې په هغه تور چې «د حجاب نه رعایت کول» بلل شوي، ونیولې.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه