د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه

23 جون 2026
د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه

ټولنیزې شبکې

د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره اروپا ته د طالبانو بلنې ته د غبرګونونو پر دوام، د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ دې اقدام ته غبرګون ښودلی دی.

رخشانه: د بشري حقونو څار ډلې نن (دوشنبې د چنګاښ اوله) د یوې بیانیې په خپرولو سره، له اروپايي ټولنې غوښتي، چې افغان کډوالو ایستل ودروي.

د بشري حقونو څار ډله کې افغان څېړونکې فرشته عباسي وايي، اروپايي ټولنه، له یوه لوري د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو غندنه او له بل لوري له دې ډلې سره د کډوالو د ایستلو برخه کې په همکارۍ سره خپل اعتبار کمزوری کوي.

د بشري حقونو دې څېړونکې ټینګار کړي، چې اروپايي ټولنه باید، افغانستان ته د کډوالو په سنتولو کې، له طالبانو سره، له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.

نوموړې ویلي: «د طالبانو سره هر ډول تعامل باید په لومړي سر کې د بشري حقونو د ارزښتونو خوندیتوب او ځواب وینې تضمین باندې راټول شي، نه هغه هېواد ته د افرادو په ایستلو، چې په هغې کې له خطر سره مخ دي.»

په ورته وخت، د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې ځوانې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په خپله شخصي انسټاګرام پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره، د اروپايي ټولنې له لوري د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو پر بلنې ژوره خواشي ښودلې.

مېرمن یوسفزۍ د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي: «دا همغه طالبان دي، چې نجونې یې د منځنۍ دورې له زده کړو محرومې او هغوی یې جبري ودونو ته اجار کړې دي. دا همغه طالبان دي، چې د جون میاشتې په لمړیو ورځو کې یې لسګونه هراتي ښځې د حجاب په تور نیولې دي.»

هغه پر دوام وايي: «دا همغه طالبان دي، چې د هغو ښځو په وړاندې چې خپل غږ پورته کوي او د دې ډلې له قوانینو سرغړونه کوي، نیسي یې، وهي ټکوي یې او ان په اعدام ځواب ورکوي.»

همدارنګه ملالې یوسفزۍ ویلي، طالبان د جنسیتي توپیر په پلي کولو سره، ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه لرې کړې دي.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې اروپايي ټولنه نه باید هغه ډلې ته مشروعیت ورکړي، چې په نړۍ کې د «تر ټولو بد بشري حقونو د بحران» مسوول دي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

هغې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هر ډول نړیوال تعامل، باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر محور پیل شي او پر همغه محور پای ومومي.

د اروپايي ټولنې بلنه، په پراخه کچه د افغان کډوالو له غبرګون سره مخ شوې ده. افغان کډوالو له تېرو دوه اونیو راهیسې د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې، له طالبانو سره د اورپايي ټولنې پر خبرو اترو اعتراضي غونډې کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه