د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د برېتانیا شاه د افغان کرکټ ښځینه ملي لوبډلې کوربه شو، له هغو ښځو سمبولیکه لیدنه چې د لوبو له حقه محرومې دي

24 جون 2026
د برېتانیا شاه د افغان کرکټ ښځینه ملي لوبډلې کوربه شو، له هغو ښځو سمبولیکه لیدنه چې د لوبو له حقه محرومې دي

PA Media via BBC

د برېتانیا شاه نن په کلارنس هاوس کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې کوربه شو، هغه ښځې، چې د طالبانو له لوري له ټولو لوبو بندې، هېواد یې پرېښود او اوس په جلاوطنۍ کې د خپل لوبیز هویت د خونديتوب او لوبو د حق لپاره مبارزه کوي.

رخشانه: د برېتانیا سلطنتي ماڼۍ نن (د چنګاښ ۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی، چې درېیم چارلز شاه، نن سهار په خپل استوګنځي کلارنس هاوس کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې، چې د جمهوري نظام تر پاشل کېدو وروسته یې هېواد پریښي دی، خپل حضور ته ومنله.

په دې پیغام کې راغلي، د افغانستان د کرکټ ښځینه ملي لوبډله په ۲۰۱۰ کال کې د جمهوري دولت پر مهال افغانستان کې جوړه شوه، خو د طالبانو په واک ته رسېدو سره یې خپل رسمي مقام له لاسه ورکړ، طالبانو ښځې او نجونې، له لوبو، زده کړو، کار او په عمومي ځایونو کې له حضور څخه بندې کړې دي.

هغه محدودیتونه، چې د بشري حقونو سازمانونه یې «جنسیتي توپیر» بولي.

په دې لیدنه کې د برېتانیا شاه د یو شمېر لوبغاړو کیسې واورېدلې، د هغو ښځو چې د طالبانو له ځپلو او ګواښلو وروسته تېښتې ته اړ شوې او اوس په بېلا بېلو هېوادونو کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. هغوی په جلاوطنۍ کې په غیررسمي توګه په ځايي کېمپونو کې لوبې کوي او همدارنګه د افغانستان د ښځو ملي ټیم د په رسمیت پېژندنې لپاره هڅه کوي.

دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې افغان ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د افغانستان د کرکټ او فوټبال ښځینه ملي لوبډلې اوس د ښځو د مقاومت په سمبول بدلې شوې، چې ان په جلاوطنۍ کې هم د لوبو حق، د لیدل کېدو د حق او د ژوند کولو د حق لپاره مبارزه کوي.

د برېتانیا شاه په دې لیدنه کې د لوبو لپاره د دوی د هڅو ستاینه وکړه، چې په جلاوطنۍ کې یې د ژوند بیا رغونه او خپل مسلک ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان د کډوالو ښځینه کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲ مه) په انګلستان کې خپله شل اوریزه سیالي پیل کړه. دغه سفر د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ په بلنه او د دې لوبډلې د لوبغاړو د ملاتړ په هدف تر سره شو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه