د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په یوه ورځ د لور ورکېدل او د پلار مړینه، د لوبغاړې لور له نیول کېدو یوه میاشت بې خبري

24 جون 2026
په یوه ورځ د لور ورکېدل او د پلار مړینه، د لوبغاړې لور له نیول کېدو یوه میاشت بې خبري

انځور رخشانه رسنۍ

زحل آزاد

۲۷ کلنه فوزیه* د روان کال د غوايي میاشتې په وروستیو کې، د ورزش او پلي تګ لپاره سهار وختي له کوره و وتله، خو بیا کور ته رانغله، د هغې خپلوان ادعا کوي، چې فوزیه د طالبانو کسانو نیولې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده. له هغې ورځې تر ننه یې کورنۍ په بشپړ ډول بې خبره ده او تر اوسه د هغې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د فوزیې پلار له مرګ یوازې یوه ورځ مخکې او د لور د ورکېدو په همغه لومړي ساعت کې د طالبانو له امنیتي حوزې اړیکه تر لاسه کړې وه: «لور د بې حجابه له کوره راوتلې ده. دوسیه یې لویه ده. که نن ورځ دوه لکه افغانۍ د کور له سند سره یو ځای را نه وړې، هغه به زندان ته ولېږدوو.»

دا راپور د فوزیې د څو تنو خپلوانو او له موضوع خبرو کسانو د خبرو پر اساس چمتو شوی دی. د اوسېدو کره ځای او ځینې جزیات د سرچینو د خوندیتوب په موخه له راپور څخه لرې کړای شوي دي.

د فوزیې د خپلوانو په وینا، هغه سهار وخت د ورزش لپاره له کوره ووته او ټاکل شوې وه، له لږ ځنډ وروسته بېرته راشي، خو د ساعتونو په تېرېدو کور ته را ونه ګرځېده.

د هغې له خپلوانو یو تن ۵۷ کلن بشیر* وايي، د فوزیې له ورکېدو څو ساعته وروسته، د هغې پلار له یوې ناپېژاندې شمېرې اړیکه تر لاسه کړه. د بشیر په وینا، اړیکه نیوونکي مدعي وو، چې فوزیه د طالبانو یوې حوزې ته لېږدول شوې او د خوشي کېدو لپاره یې باید ضمانت او نغدې پیسې چمتو شي.

بشیر وايي، د فوزیې پلار د زړه به رنځ اخته وو، هغه مهال په خپل کار ځای کې وو. نوموړي د دې خبرې په اورېدو سره سخت ټکان خوړلی وو، سکته یې وکړه او د همغه ورځې په مازیګر یې ژوند له لاسه ورکړ.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د فوزیې له مور سره خبرې وکړي. د فوزیې مور د خراب روحي حالت له امله د خبرو کولو جوګه نه وه.

همدارنګه د امنیتي دلایلو له امله د هغې خپل خپلوان هم نه غواړي، د دوی د کورنۍ د اوسېدو د کره ځای یا هغه حوزې په اړه چې اړیکه ورڅخه نیول شوې وه، په دې راپور کې ډېر جزیات ورکړي.

د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې خپل سرې نیونې، د نیول شویو کسانو د خلاصون بدل کې له کورنیو د باج اخیستو، لا درکه کولو او خپل سرو وژنو پښې اوږده مخینه لري. رخشانې رسنۍ له دې وړاندې لسګونه داسې پېښې مستندې او خپرې کړې دي.

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د بې حجابۍ په تور، هرات کې د ښځو نیولو ته زور ورکړی دی. د رسمي راپورونو له مخې، تر اوسه لسګونه نجونې او ښځې نیول شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی (UNAMA) او د بشري حقونو د بنسټونو له خوا هم د طالبانو د خپل سرو نیونو، د نیول شویو کسانو د خوشي کولو په بدل کې د باج اخستو، اجباري لا درکه کولو او سحرايي وژنو پېښې مستندې شوې دي.

UNAMA له طالبانو غوښتي، چې نیول شوي کسان له کورنیو د بې خبري په حالت کې ونه ساتي او د هغوی د ساتنې د ځای په اړه دې، د هغوی کورنیو ته خبر ورکړي.

د فوزیې خپلوان بشیر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «هغه ورځ یې ما ته زنګ وکړ او ویې ویل، راشه د فوزیې پلار ضعف کړی او په روغتون کې دی. کله چې ورغلم، له مور مې یې کیسه واورېده. هغې و ویل فوزیه د ورزش کولو او دې په خاطر چې ګواکي جامې یې مناسبې نه وې، نیول شوې او حوزې ته لېږدول شوې ده.»

د هغه په وینا، فوزیې په هغه ورځ ځنډ کړی وو او مور یې اندېښمنه شوې وه، سړک ته راوتلې، خو هلته یې د ورزش لپاره څوک نه دي لیدلي او د فوزیې له تلېفون سره اړیکې یې هم بې ځوابه پاتې شوې، ځکه تلېفون یې غلی وو.

د فوزیې مور همدارنګه د هغې د څو تنو ملګرو چې له دې سره به یو ځای سهار وختي د ورزش او پلي تګ لپاره تلې، کورونو ته ورغلې او پوښتنه یې کړې، خو هېچا له هغې خبر نه درلود.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان له لرې پراته کلي د نیویارک تر کرنل پوهنتونه: د «خدیجه مونس» د استقامت کیسه

د بشري حقونو څار ډلې او ملالې یوسفزۍ له طالبانوسره د اروپايي ټولنې د خبرو درېدو غوښتنه وکړه

هغه په ساعتونو ساعتونو په اندېښنه کې د خپلې لور په لټه ګرځېده، تر دې چې د فوزیې د پلار اړیکه ورته ورسېده. بشیر د فوزیې د مور له قوله وايي: «کابو غرمه وه، چې د فوزیې پلار راته زنګ وکړ، زړه نا زړه مې ځواب ورکړ. په نیول غږ یې وپوښتل، فوزیه کور کې ده؟ ورته ومې ویل نه. ویل یې بدبخته شوم او ښځې، له حوزې یې زنګ راته وکړ، چې لور مو د نیولې ده.»

بشیر دوام ورکوي: «ویل شوي وو، چې لور دې بې حجابه له کوره وتلې، کله چې مجاهدینو هغې ته نصیحت کړی، هغوی ته یې سپکاوی کړی او دوسیه یې لویه ده. که نن ورځ دوه لکه افغانۍ د کور له سند او دوه وکیلانو سره را نه وړې، موږ په هغه زندان ته ولېږدوو.»

د فوزیې د پلار اړیکه د هغې له مور سره په همدې خبرو اترو پرې کېږي او یوه شېبه وروسته بیا تلېفون ته زنګ راځي. د بشیر په وینا، دا ځل اړیکه د فوزیې د پلار د همکارانو له خوا وه، چې ویل یې هغه بې هوښه شوی او ګاونډیانو روغتون ته لېږدولی دی.

د بشیر په وینا، د فوزیې د پلار تر مړینې یوه ورځ وروسته، دوی همغه حوزې ته چې د فوزیې له پلار سره یې اړیکه نیولې وه او د طالبانو څو نورو حوزو ته ورغلي دي، خو هغوی ته ویل شوي، چې په دې نوم او مشخصاتو هېڅ کس هلته نه ساتل کېږي.

بشیر وايي، ده د فوزیې له مور سره یو ځای له لس ځلې زیات، نېږدې حوزې ته مراجعه کړې او هر ځل یې د رد او ناهیلۍ ځواب تر لاسه کړی دی. د نوموړي په وینا، په یو ځل ورتګ کې خو په … حوزه کې د طالبانو د یوه کس له تند او تاوتریخوالي ډک چلند سره هم مخ شول او هغوی یې له زیاتو پلټنو هم اړولي دي.

نوموړي و ویل: «هرې حوزې ته به چې ورغلو، له موږ سره یې چلند ناوړه وو، داسې چلند یې کاوه، ته واه موږ د یوه لوی مجرم په لټه کې یو، نه د خپل یوه خپلوان، چې یوازې د روغتیا لپاره یې له کوره وتلې وه. په وروستي ځل د امارت یوه کس ما ته و ویل: ته بې غیرته یې، په اول کې به دې نه پرېښوده، چې ښځه او لور دې له کوره ووځي. دا دې کار دی، چې له دې زندانه تر هغې زندان پسې وګرځې، تاسو ډېر بې غیرته یۍ او ښار تاسو لوېدیځ ډوله کړی دی.»

د فوزیې نېږدې ملګرې ۲۵ کلنه مومنه* له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، فوزیې څو ځلې د موټر سایکل سپرو طالبانو له خوا خبرداری تر لاسه کړی وو، چې که بیا یې په لار کې د ورزش په حال کې و ویني، نو و به یې نیسي.

د مومنې په وینا، فوزیې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو مخکې، د جمانستیک په څانګه کې ورزشي فعالیت درلود. د هغې په وینا، فوزیه د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته هم کابو دوه کاله پرته له دې، چې له کوره ووځي، خپل تمرینونه په پټه په کور کې تر سره کول. مومنه وايي، فوزیه له هغې وروسته پر کورنیو تمرینونو سربېره، د پلي تګ او منډو لپاره له کوره د باندې وتله او ورزش یې د خپل ورځني پروګرام یوه برخه ګرځولی وو.

د هغې په وینا: «په لومړیو کې یو ځای پلې تللو. خو وروسته چې طالبانو د پلي تګ ځایونه په ښځینه او نارینه برخو و وېشل، زه نوره لاړه نه شوم، ځکه مور مې اجازه نه را کوله. خو فوزیه په دوامداره توګه ورزش ته تله. زما په اند د روژې د اختر ورځ وه، چې سره ناستې وو او خبرې مو وکړې. ویل یې دوه موټر سایکل سپرو دې ته ویلي، چې نور په سړک ورزش ونه کړي. ویلي یې وو ښځه باید حیا او عفت ولري او ورزش ورته حرام دی. ویل یې د طالبانو کسانو درې ځلې اخطار ورکړی، چې که بیا د وزش په حال ولیدل شي، له ځان سره به یې یوسي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه واک ته له رسېدو وروسته، ښځې په بشپړه توګه له ورزشي فعالیتونو محرومې کړې او د دې حوزې د فعالانو ځپلو د دغه ډلې له خوا دوام موندلی دی. د راپورنو له مخې، هر ډول لوبیز فعالیت، که ښکاره وي او که پټ، کېدای شي، د تعقیب، نیولو او له تاوتریخوالي ډک چلند کولو پایله له ځان سره ولري.

په یوه وروستۍ بېلګه کې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو، د هرات ولایت په جبرئیل ښارکوتي کې د ښځینه تکواندو روزونکې، خدیجه احمدزاده له دوه نورو سړیو سره یو ځای ونیوه او له دوه اوونۍ بند وروسته یې خوشي کړه.

د فوزیې یوه بله خپلوانه ۵۴ کلنه خاتمه هم وايي، دوی د خپلې کورنۍ د نورو ټولو غړو په خطر کې لوېدو او ابرو توېدو له امله، دغه موضوع له هېڅ رسنۍ یا کوم بنسټ سره نه ده شریکه کړې او ان د دوی ډېری قومیان هم د فوزیې له ورکېدو نه دي خبر شوي.

د هغې په وینا: «مور یې اصلآ په ښه وضعیت کې نه ده. له یوه لوري د مېړه مړینه او له بل لوري له لور څخه بې خبرۍ، هغه له پښو غورځولې ده. د فوزیې ترونو ویلي، که څوک له دې موضوع خبر شي، آبرو یې توېیږي او خویندې یې هم له وېرې کوم کار نه شي کولی. د فوزیې وروڼه هم په ایران کې دي او له غم کولو پرته یې هېڅ کار د یوه په توان کې هم نشته دی.»

د فوزیې له ورکېدو د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو، لا هم د هغې کورنۍ په بشپړه بې خبرۍ کې ژوند تېروي او د هغې برخلیک د شک تر کچې باقي پاتې دی.

اړوندې لیکنې

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات
دسته‌بندی نشده

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات

21 جون 2026
د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول
خبر

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

21 جون 2026
له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه
دسته‌بندی نشده

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه

20 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي
خبر

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي
خبر

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

18 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه