د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«له تیارې ورهاخوا» افغانستان کې د معلولینو د ژوند، تبعیض او زغم په اړه مستند فلم د برېتانیا پارلمان کې ننداره شو

25 جون 2026
«له تیارې ورهاخوا» افغانستان کې د معلولینو د ژوند، تبعیض او زغم په اړه مستند فلم د برېتانیا پارلمان کې ننداره شو

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

له «تیارې ورهاخوا» مستند چې په افغانستان کې د معلولینو د ژوند کیسې او د زده کړې، روغتیايي پاملرنې، کارموندنې او ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي په برخه کې د دوی ننګونې انځوروي، د چهارشنبې په ورځ د برېتانیا په ولسي جرګه کې نندارې ته وړاندې شو.

رخشانه: د دې مستند ننداره د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳ مه) د رهیاب (RAHYAB Initiative) بنسټ په نوښت او د برېتانیا پارلمان د یوه استازي ګرت وست په کوربتوب، د برېتانیا د ولسي جرګې د ۹ مې شمېرې کمېتې په خونه کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د برېتانیا د پارلمان ځینو استازو، د بشري حقونو کارپوهانو، څېړونکو، د نړیوالو بنسټونو استازو او د جسمي معلولیت لرونکو کسانو د برخې فعالانو ګډون کړی وو.

د رهیاب بنسټ مشرې ډاکتر بنفشه یعقوبي په دې غونده کې ویلي، د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو غږ باید واورېدل شي.

د دې مستند فلم بشپړ سرلیک «د تیارې ورهاخوا» په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو، د زغم، کرامت او هیلو کیسې» دي او دا په افغانستان کې د معلولینو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو د ورځني ژوند کیسې انځورشوې دي.

په غونډه کې د برېتانیا پارلمان غړي ګرت توماس او د ګارګر ګوند د بهرني سیاست ډلې مشرې پیمانه اسد هم، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د معلولیت لرونکو کسانو حقونو ته، د نړیوالې ټولنې د پاملرنې د دوام غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، په افغانستان کې د معلولینو د وضعیت په اړه د برېتانیا په پارلمان کې د «تیارې ورهاخوا» مستند فلم د نندارې په تړاو وینا وکړه.

هغه په دې غونډه کې و ویل، هغه ننګونې چې په افغانستان کې معلولین ورسره مخ دي، یوازې انفرادي یا روغتیايي شرایطو پورې محدود نه دي، بلکې د جګړو، بېوزلۍ، بې ځایه کېدو، بشري بحرانونو او کمزور روغتیايي خدماتو او اداري جوړښتونو په ګډون ټولګې، د دوی د وضعیت په خرابولو کې رول لوبولی دی.

افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره د معلولو خلکو ژوند تر پخوا سخت شوی دی. جسمي معلولیت لرونکې ښځې او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

د «رهیاب نوښت» بنسټ له لوري چې تېر لمریز کال کوم تحقیق په افغانستان کې د معلولینو د ژوند په اړه خپور شوی دی ښيي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د معلولیت لرونکو کسانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت د «پام وړ» بد شوی دی.

څېړنې ښودلې وه، چې اساسي خدماتو له هغې جملې، زده کړې، روغتیايي خدماتو، کار او عدالت ته د معلولینو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

د دې څېړنې ټولیزې موندنې ښيي، چې په افغانستان کې معلولین، د تبعیض، بېوزلۍ، جنسیتي محدودیتونو او د حکومت د ناکافي جوړښتونو تر فشار لاندې دي او د حکومت د ملاتړ نشتوالي، د عامه خدماتو نشتوالي او د دې ډلې اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې د خصوصي او نړیوالو بنسټونو د نه پاملرنې له امله، د دوی اساسي حقونه ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېږي.

د برېتانیا په پارلمان کې د دې غونډې ګډونوالو د شواهدو پر بنسټ د څېړونو په پیاوړتیا، د سیمه ییزو شرایطو سره سم د ټول ګډونه پروګرامونو په پلي کولو او د «له موږ پرته هېڅ شي» د اصولو پر بنسټ، په پرېکړه کولو کې د معلولیت لرونکو کسانو مانا لرونکي ګډون باندې ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

«له موږ پرته هېڅ شی» د معلولیت د حقونو په برخه کې یو پېژندل شوی اصل دی، چې له مخې یې معلولین باید په ټولو هغو پرېکړو کې نېغ رول ولري، چې د دوی په ژوند اغېز ولري.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه