د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 بې پولې ډاکتران: د افغانستان سویل کې د ماشومانو تر منځ خوارځواکي زیاته شوې

25 جون 2026
 بې پولې ډاکتران: د افغانستان سویل کې د ماشومانو تر منځ خوارځواکي زیاته شوې

Zahra Shoukat/MSF

د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) اعلان کړی، چې د افغانستان په سویل کې، د دې سازمان په طبي مرکزونو کې په شدیده خوارځواکۍ او د هغې په اختلاطاتو اخته ماشومانو شمېر د اندېښنې وړ زیات شوی دی.

رخشانه: د بې پولې ډاکترانو سازمان نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۴ مه) په یوه بیانیه کې ویلي، د ۲۰۲۶ له جنورۍ تر اپرېل پورې د افغانستان په سویل کې، د دې سازمان لخوا د درملنې په مرکزونو کې د شیدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو د داخلېدو شمېر، د تېرو دریو کلونو د همدې مودې په پرتله، په اوسط ډول ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

دې سازمان ویلي، ډېری له دې ماشومانو له یوه کال نه کم عمر لري او خبرداری یې ورکړیو چې د نړیوالو مرستو کمېدل، د روغتیايي مرکزونو بندېدل، وچکالۍ او د خوړو نه خوندیتوب زیاتوالي، د زرګونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان په سویل کې د بې پولې ډاکترانو سازمان همغږې کوونکې آنا لیلیا باندا ویلي دي، ډېری ماشومان هغه وخت د درملنې مرکزونو ته رسول کېږي، چې وضعیت یې وخیم شوی او د مخنیوي وړ اختلاطاتو سره لاس او ګرېوان وي.

دې سازمان ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له یو زر او ۵۰۰ څخه زیات ماشومان، چې له سختې خوارځواکۍ او روغتیايي اختلاطاتو سره مخ دي، د دوی تر ملاتړ لاندې د هلمند په بوست ولایتي روغتونو بستر شوي، هغه شمېره چې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده.

دغه راز په همدې موده کې په کندهار کې د بې پولې ډاکترانو د درملنې په مرکزونو کې څه باندې ۵۷۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان درملنه شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ناروغان، نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

بې پولې ډاکترانو د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت د وضعیت د لا خبرابېدو یو له اصلي عواملو پېژندلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د بودیجې د کمښت په ترڅ کې ۴۴۵ صحي مرکزونه له هغې جملې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او د خوړو ټیمونو، په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.

دې سازمان زیاته کړې، پرلپسې وچکالیو، د کرنیزو تولیداتو کمښت او د پاکستان سره د لارو بندېدو له امله، د ځانګړو معالجوي خوړو په وارداتو کې خنډونه هم د خوارځواکۍ بحران لا پسې ژور کړی دی.

بې پولې ډاکترانو له مالي مرسته کوونکو، روغتیايي بنسټونو او مسوولو چارواکو څخه غوښتي، چې ژر تر ژره د تغذیې پروګرامونو د تمویل له لارې، افغانستان ته د طبي خوارکي توکو او اړینو روغتیايي تجهیزاتو استول پیل کړي.

بې پولې ډاکتران دا مهال د افغانستان په اوو ولایتونو کې فعالیت لري او په هلمند، هرات او کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته څانګړي طبي خدمات وړاندې کوي.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۹ زره زیات ماشومان، د دې سازمان تر ملاتړ لاندې، د خوارځواکۍ درملنې په مرکزونو کې منل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه