د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د آیرلنډ پارلمان کې د طالبانو او ماشومتوب ودونو عادي کولو پر ضد لاریون وشو

26 جون 2026
د آیرلنډ پارلمان کې د طالبانو او ماشومتوب ودونو عادي کولو پر ضد لاریون وشو

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د افغانستان د رنګین کمانۍ ټولنې غړو د ایرلنډ پارلمان مخې ته اعتراضي غونډه وکړه او په افغانستان کې یې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو، د ماشومتوب ودونو د درېدو او له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د نه تعامل کولو غوښتنه وکړه.

رخشانه: معترضینو د پنشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳ مه) د آیرلنډ پارلمان مخې ته په یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره د اړیکو عادي کول او یا په رسمیت پېژندل نه باید په داسې حال کې تر سره کړي، چې د دې ډلې د واکمنۍ تر سیوري لاندې، ښځې، نجونې او لږکي له خپلو اساسي حقونو محروم دي.

په دې بیانیه کې راغلي، ایرلنډ دولت باید د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو ټولو نړیوالو بنسټونو په چوکاټ کې، د طالبانو سره د اړیکو عادي کولو لپاره د هر ډول اقدام مخالفت وکړي.

معترضینو ویلي، له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په رعایت کولو پورې تړلي وي.

دوی په افغانستان کې د ماشومتوب ودونو د پای ورکولو غوښتنه وکړه.

طالبانو تېره میاشت یو قانون تصویب کړ، چې د بشري حقونو د بنسټونو په وینا، افغانستان کې یې د ماشومتوب ودونو ته رسمیت ورکړی دی.

همدارنګه د معترضینو په بیانیه کې له افغان ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو، ښوونکو او زیانمنونکو ډلو، له هغې جملې د LGBTQ+ ټولې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو په رسمیت پېژندنې په اړه اندېښنې وروسته، له هغه زیاتې شوې، چې ځینو اروپايي هېوادونو د دې ډلې استازي وروبلل.

 طالب استازو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د دې ډلې له رسېدو وروسته، پرون سه شنبې د (چنګاښ ۲مه) په لومړي ځل بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره ولیدل.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دا ناسته چې موخه یې له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو ستنول وو، د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو حقونو د فعالانو توند غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د آیرلنډ پارلمان مخې ته د معترضینو په بیانیه کې ټینګار شوی، چې ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو له تضمین پرته، له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې عادي کول د منلو نه دي او له «حساب او کتاب ورکولو پرته هېڅ تعامل» ممکن نه دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه