د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د برېتانیا وسله والو ځواکونوښځینه کرکټ ټیم څخه ماتې ومنله

27 جون 2026
د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د برېتانیا وسله والو ځواکونوښځینه کرکټ ټیم څخه ماتې ومنله

رسانه‌ی رخشانه

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې برېتانیا ته تر تاریخي سفر او له بادشاه درېیم چارلېز سره تر لیدنې وروسته، د برېتانیا وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړه.

رخشانه: د دې دواړو لوبډلو تر منځ لوبه نن (شنبې د چنګاښ ۶ مه) له ماسپښين وروسته په کمبرېج ښار کې پیل او د برېتانیا وسله والو ځواکونو ښځینه لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

دې دواړ ټیمونو تر خپل منځ یوه شل اوریزه دوستانه لوبه تر سره کړه.

ټاکل شوې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډله څو ساعته وروسته، د کمبرېج پوهنتون له ښځینه لوبډلې سره یوه دوستانه لوبه تر سره کړي.

د دې لوبې د نندارچیانو تر منځ د بشري حقونو یو شمېر فعالانو له هغې جملې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، د بشري حقونو څارډلې د آسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي او د ښځو د حقونو فعالې فوزیه کوفي ګډون درلود.

فوزیه کوفي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې په کمبرېج ښار کې د برېتانیا د وسله والو ځواکونو له ښځینه کرکټ ټیم سره میدان ته ښکته شول.

کوفي لیکلي: «دا هغه لاس راوڼه ده، چې زموږ د لوبغاړو او هر هغه چا لپاره چې دا یې ممکنه کړې د خورا سخت کار او هڅو څخه لاس ته راغلې ده.»

د ښځو د حقونو دې فعالې زیاته کړې: «دا یوازې د کرکټ په اړه نه ده، بلکې د خنډونو ماتولو او تازه فرصتونو رامنځ ته کولو په اړه ده.»

د بشري حقونو څارډلې د آسیايي څانګې څېړونکې او د بشري حقونو فعالې فرشته عباسي په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره لیکلي: «ویاړم چې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې ملاتړ کوم.»

هغې لیکلي: «هغوی د هیلو د څراغ په شان عمل کوي او د هرې افغان نجلۍ لپاره، چې په هېواد کې د ننه په دې لوبو کې د ګډون حق نه لري، لوبه کوي.»

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله په ۲۰۲۱ اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په استرالیا کې پانه اخیستې وه، خپله لومړنۍ لوبه یې د دې هېواد په ملبورن ښار کې د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې ترسره کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د تېر میلادي کال په اپرېل کې د افغان کډوالو د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله رامنځ ته کړه.

دې شورا د انګلستان، استرالیا او هند د کرکټ پلاوي په مرسته، د دې لوبغاړو لپاره د مالي ملاتړ صندوق جوړ کړ.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) څخه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغوی د کرکټ نړیوالې شورا څخه غوښتي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه پیروي وکړي او دوی د یوه ملي رسمي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه