د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبانو یوه ښځینه خبریاله د عاشورا مراسمو د پوښښ پر مهال نیولې

27 جون 2026
د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبانو یوه ښځینه خبریاله د عاشورا مراسمو د پوښښ پر مهال نیولې

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وايي، طالبانو کابل ښار کې د عاشورا مراسمو د راپور چمتو کولو پر مهال یوه ښځینه خبریاله د څو ساعتونو لپاره نیولې ده.

رخشانه: امسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، طالبانو د پنشبې په ورځ د «چنګاښ ۴ مه) کابل ښار کې د عاشورا مراسمو سره هم مهاله، دا ښځینه خبریاله او د هغې همکار انخور اخیستونکی ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، دا ښځینه خبریاله له څو ساعته نیولو او پوښتنو وروسته، د رسنۍ د مسوولینو او کورنۍ د غړو په منځګړیتوب خوشې شوې ده.

دې بنسټ په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د محدودیتونو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وايي، طالبان د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو د خبري پوښښ څخه مخنیوی کوي.

په ورته وخت، د افغانستان د شیعه ګانو د علماوو شورا هم اعلان کړی، چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د عاشورا په مناسبت د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو جوړولو محدودیتونه لګولي او د ځینو جوماتونو او تکیه خانو مسوولین یې «د ماتم» سمبولونو د پورته کولو په تور نیولي دي.

دې سازمان د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ویلي، دا ښځینه خبریاله د «یوه نامحرم انځور اخیستونکي» د شتون په پلمه له ګواښوونکي چلند سره مخ شوې ده

امسو د امنیتي اندېښنو له امله، د دې خبریالې د هویت له څرګندونو ډډه کړې، خو له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو جسمي او رواني امنیت تضمین کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د دې ښځینه خبریالې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغان خبریالانو مرکز (AFJC) هم د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، د ۲۰۲۵ میلادي کال د می میاشتې څخه تر اوسه، په افغانستان کې د رسنیو ځپل او سانسور، په ډېره اندېښمنونکې توګه پراخ شوی دی.

دې مرکز ویلي وو، په تېرو دولسو میاشتو کې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت شوې، چې ۱۲۷ مورده یې ګواښل او ۳۰ مورده یې د خبریالانو نیول دي.

طالبانو له تېرو دوه ورځو راهیسې، کابل کې د تمدن تلوېزیون دفتر تړلی او خپرونې یې درولې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه