د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

جبري واده ته نه، طالبانو بادغیس کې یوه نجلۍ په پنځه کاله بند محکومه کړې

27 جون 2026
جبري واده ته نه، طالبانو بادغیس کې یوه نجلۍ په پنځه کاله بند محکومه کړې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

بادغیس ولایت کې باوري سرچینې وايي، طالبانو د دې ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، دې ډلې ته نېږدې د یوه قومي مشر د واده وړاندیز نه منلو له آمله، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.

رخشانه: د دې نجلۍ یوه نېږدې خپلواک د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا نجلۍ بي بي صدیقه نومېږي او له ترکمن قوم څخه ده. هغه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د «موری چاق» کلي اوسېدونکې ده.

د سرچینې په وینا، دا نجلۍ پنځه کاله وړاندې د خدای نظر په نوم یو سړي، د دې د پلار چې په نشه يي توکو روږدی او د دې سړي پوروړی وو د «ضمانت په توګه او په زور د پور په بدل کې» د خپل پلار له کوره وړې وه.

سرچینې ویلي دي، خدای نظر یو بډایه، پښتون توکمه ځايي مخور او د طالبانو ډلې کلک ملاتړی سړی دی. د صدیقې پلار د خدای نظر په کور کې «کارګري» کوله او د خپلې کورنۍ سره یو ځای یې د خدای نظر په کور کې ژوند کاوه.

د سرچینې د خبرو له مخې، خدای نظر له دوه کلونو وروسته، د صدیقې له پلاره غواړي، چې لور یې ده ته په نکاح ورکړي. خدای نظر درې نورې ښځې هم لري.

د صدیقې پلار وروسته له هغې، چې د خدای نظر سره د خپلې لور د واده سره موافقه نه کوي، د هغه له لوري په مرګ ګواښل کېږي او لور یې هم د دې خبرې په اورېدو سره په ځان وژنې لاس پورې کوي.

خدای نظر مدعی دی، چې د صدیقې پلار د ده پوروړی دی. هغه د صدیقې د پلار د پور په خاطر دا شپږ میاشتې په خپل کور کې «بندي» کوي، خو د قومي مخورو په منځګړیتوب صدیقه د دې سړي له کوره خوشې کېږي او د طالبانو تر څار لاندې راځي.

په هغه اسنادو کې چې رخشانې رسنۍ ته په واک کې ورکړل شوي راغلي، چې د بادغیس په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د طالبانو ځايي محکمې، د صدیقې د دوسیې له څېړو وروسته، دوه ځلې د هغې په ګټه پرېکړه کوي، خو خدای نظر دا پرېکړې نه مني.

په ورته وخت یوه سرچینه رخشانې رسنۍ ته وايي، د صدیقې کورنۍ «خپله عریضه او رسمي مکتوب په کندهار کې د طالبانو د مشر تر دفتر پورې رسوي»، خو د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۱۵ مه، د کندهار د تمیز محکمه، د دې نجلۍ د نیولو حکم صادر کړ.

کندهار کې د طالبانو تمیز محکمې پرېکړه کړې، چې صدیقه دې یا له خدای نظر سره واده وکړي یا دې زندان ته لاړه شي. د سرچینې د خبرو له مخې، دې نجلۍ له خدای نظر سره واده کول ونه منل او په همدې دلیل د طالبانو له لوري ونیول شوه او دوه کاله کېږي، چې بندي ده.

سرچینې زیاته کړې، دا نجلۍ بادغیس کې د طالبانو د ځايي محکمې د حکم په ځواب کې ویلي دي: «تر مرګه به له دې سړي سره نکاح ته غاړه کېنږدم»

د سرچینې د خبرو پر بنسټ، صدیقه وروسته د کندهار له زندان څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو زندان ته لېږدول شوې ده. ویل شوي په زندان کې د دې نجلۍ روغتیايي وضعیت «سخت خراب او تر رواني فشار لاندې» ده.

په هغه عریضه کې، چې د دې نجلۍ د کورنۍ له خوا کندهار کې د طالبانو مشر ته لیکل شوې راغلي، «مولوي خدای نظر د خپل زور او قدرت په کارولو غواړي، زما پر لور بي بي صدیقې تېری وکړي، ولې موږ په چیغو او فریادونو د هغه مخنوی وکړ.»

د رخشانې رسنۍ سرچینه وايي، د ماري چاق کلي خلک د صدیقې د پلار د پور پرېکولو ته چمتو شول، خو خدای نظر په «زور غواړي هغه په نکاح کړي، په داسې حال کې، چې کورنۍ او خپله دغه نجلۍ په دې واده خوښ نه دي.»

د دې نجلۍ مور په یوه ویډیو کې وايي، زندان کې یې د لور روغتیايي وضعیت خراب دی. هغې د بشري حقونو له بنسټونو د خپلې لور وضعیت او د طالبانو له زندان نه د هغې د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.»

تر اوسه بادغیس او کندهار ولایتونو کې ځايي طالب چارواکو، په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د بدخشان نسي کې جګړې: روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود شوی

طالبان په هېواد کې تر بیا واک ته رسېدو وروسته، د ماشومتوب ودونو او څو ښځو لرلو په دود تورن دي. د دې ډلې ډېری غړو په تېرو پنځو کلونو کې، په زور او د پلار او مور په ګواښلو سره، له کم عمره نجونو سره په جبري توګه ودونه کړي دي.

اړوندې لیکنې

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي
خبر

د طالبانو نوی قانون: مېړه د ښځې حاکم دی ښځه اړه ده چې خپل مېړه خوښه وساتي

16 اگست 2026
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی
خبر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو تېرو پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو ځپلو ته دوام ورکړی

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه
خبر

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026
د طالبانو د بیا راتګ د پنځمې کلیزې په مناسبت د کابل ښار کیسه
دسته‌بندی نشده

د طالبانو د بیا راتګ د پنځمې کلیزې په مناسبت د کابل ښار کیسه

16 اگست 2026
رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه
خبر

رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه

15 اگست 2026
د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني
خبر

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني

15 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه