د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپیان دي

29 جون 2026
یوناما: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۹ ټپیان دي

انځور: ټولنیزې شبکې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر وايي، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې یکشنبې شپې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: یوناما نن (دوشنبې د چنګاښ ۷ مه) له ماسپښین وروسته، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا شمېرې لومړنۍ دي او د زیاتېدو امکان یې شته دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر لیکلي، پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په شپه ۱۱:۳۶ بجې د پکتیا ولایت په څمکني ولسوالۍ برید کړی، چې په پایله کې یې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

یوناما لیکلي، پاکستاني ځواکونو په ورته وخت د پکتکیا ولایت په ګیان ولسوالۍ هم هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه وژل شوي دي.

د یوناما د خبرو له مخې، دوه تنه ماشومان د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ټپي شوي دي.

یوناما پر ملکي افغان وګړو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او نړیوالو قوانینو ته یې د درناوي غوښتنه کړې ده.

دې بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي، په خپله اېکس پاڼه لیکلي «په افغانستان او پاکستان کې دوامداره تاوتریخوالی او مرګ ژوبله غموونکې ده.»

هغه د «ترهګرۍ ټول ډولونه» غندلي او نړیوالو او د بشري حقونو قوانینو ته یې د درناوي او ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم په خپله اېکس پاڼه، پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.

نوموړي د دې پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ملکي وګړو د خوندیتوب او ساتنې او د [هغوی په وړاندې] د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق هم په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره پر افغان خاوره د پاکستان د یکشنبې د شپې هوايي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې بنسټ لیکلي، دواړه لوري باید «د نړیوالو او بشري حقونو د قوانینو پر اساس په خپلو ژمنو عمل وکړي او له ماشومانو باید تل ساتنه وشي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه