د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

امسو: له پاکستان نه د افغان خبریالانو ایستل، هغوی له جدي خطر سره مخ کوي

30 جون 2026
امسو: له پاکستان نه د افغان خبریالانو ایستل، هغوی له جدي خطر سره مخ کوي

شبکه‌های اجتماعی

له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) اعلان کړي، چې پاکستان کې مېشت لسګونه خبریالان او رسنیز کارکوونکي، د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د بې اسنادو بهرنیو اتباعو د توقیف او شړلو له پرېکړې وروسته، په پاکستان کې مېشت لسګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جبري شړولو له ګواښ سره مخ شوي دي.
رخشانه: امسو د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هغې پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، چې د بې اسنادو کډوالو د توقیف او شړلو په اړه یې کړي دي.

دې سازمان ویلي، دا مهال لسګونه خبریالان، رسنیز کارکوونکو، افغان وګړو او د هغوی د کورنیو غړي، چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله یې پاکستان ته پناه وړې ده، د ویزو د تمدید او استوګنې په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ کېږي او د نیولو او جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.

امسو د پاکستان له دولته غوښتي، چې د د بشردوستانه ملحوظاتو په پام کې نیولو سره، افغان خبریالان، د رسنیو کارکونکي او د هغوی د کورنیو غړي د نویلو او جبري شړلو له پروګرام څخه لرې کړي.

دې سازمان ویلي، له پاکستان نه د افغان خبریالانو ایستل، د هغوی ژوند د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې د جدي خطر سره مخ کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹ مادې پر بنسټ د بیان آزادي د هر انسان اساسي حق دي.

له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان، همدارنګه په پاکستان کې له مسوولو ادارو غوښتي چې د هغو خبریالانو د وېزې او استوګنې جوازونو، د غځولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابري کړې، چې درېیم هېواد ته د لېږد په تمه دي.

دغه راز دې بنسټ د ملګرو ملتونو له مسوولو سازمانونو غوښتي، له پاکستان نه د افغان خبریالانو د لېږد پروسه درېیم ګړي هېواد ته ګړندۍ کړي.

د طالبانو په بیاواکمنېدو سره سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پاکستان ته ولاړل او یو درېیم ګړي هېواد ته تګ په تمه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

مخکې د بې پولې ډاکترانو سازمان هم ویلي وو، یو شمېر افغان خبریالانو، چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پاکستان ته پناه یوړه، د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستي کړکېچ له امله نیول شوي او افغانستان ته له شړلو سره مخ دي.

پاکستان له څه باندې یو کال راهیسې له هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خپلو ولایتونو او امنیتي ادارو ته یو نوی لارښود خپور او اعلان یې وکړ، چې د جولای له لسمي نېټې څخه به ټول هغه افغان وګړي، چې قانوني وېزې نه لري ونیول شي او له هېواده به وشړل شي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه