د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور

4 جولای 2026
لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پېښه کې اووه تنه مړه شويانځور

: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

لغمان کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د راستنېدونکو کډوالو یو «ټېلر» موټر د دې ولایت سرخکان ولسوالۍ کې سیند ته لوېدلی، چې له امله یې اووه تنه مړه شوي، اته تنه ټپیان او اووه نور ورک دي.

رخشانه: لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، دا پېښه د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲ مه) د کابل- جلال آباد پر لویه لار د سرخکان ولسوالۍ اړوند «خیروخېل» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د یوسفزي په وینا، دې موټر له پاکستان نه راستنېدونکي کډوال هېواد ته رالېږدول، چې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله سیند ته لوېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې سیند ته د دې موټر د لوېدو پېښه کې د دوه ماشومانو او یوې ښخې په ګډون اوو تنو ژوند بایللی، اته تنه ټپیان شوي او اووه تنه نور لا هم ورک دي.

طالب ویاند ویلي، د اوو تنو قربانیانو او اتو تنو ټپیانو جسدونه له اوبو را ایستل شوي او د اوو تنو «ورکو» کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

طالبانو د سیند غاړې خلکو غوښتي چې د ورکو شویو قربانیانو د جسدونو موندلو کې د دې ډلې له ځواکونو او ژغورنې ډلې سره همکاري وکړي.
د دې خونړۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو او ورکو شویو کسانو د هویت او د ټپیانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ننګرهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دې موټر له پاکستان نه د کوچیانو کورنۍ افغانستان ته رالېږدوله.

شاوخوا څلور ورځې وړاندې هم د دې ولایت قرغه يي ولسوالۍ کې د کډوالو یو موټر سیند ته لوېدلی وو، چې له امله یې د لسو ماشومانو، پنځو ښځو او درې نارینه وو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي وو.

په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د خرابو او غیر معیاري سړکونو، له حده زیات ګړندي تګ، د ترافیکي قوانینو نه رعایت کولو او موټرو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په هېواد کې هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه، د ترافیکي پېښو قرباني کېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه