د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د صدیقې بند د بشري حقونو نقض او د افغان ښځو ځپل ښيي

4 جولای 2026
معترضې ښځې: د صدیقې بند د بشري حقونو نقض او د افغان ښځو ځپل ښيي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د َ«عدالت او برابرۍ لپاره د ښځو غږ» اعتراضي غورځنګ غړو بادغیس کې د طالبانو له لوري د صدیقې بندي کولو غبرګون کې وايي، له اجباري واده سره د مخالفت له امله زنداني کېدل، افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه او د ښځو ځپل ښيي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو په یوه اعلامیه کې له اجباري واده سره د مخالفت له امله، د طالبانو له لوري د صدیقې زنداني کول غندلي او دا اقدام یې د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

د دې اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، «د صدیقې دوسیه په افغانستان کې د هغو زرګونو ښځو د ترخه ژوند واقعیتونه څرګندوي، چې د تاوتریخوالي، جبر، تبعیض او له لومړنیو انساني حقونو څخه د محرومیت تر سیوري لاندې ژوند کوي.»

معترضو ښځو ویلي: «هغه نجلۍ چې د ملاتړ او عدالت ته د لاسرسي پر ځای، اړ کېږي د جبري واده او زندان تر منځ یو وټاکي، د عدالت پاشل کېدو، ظالمې واکمنۍ او انساني کرامت د جدي سرغړونې ښکاره بېلګه ده.»

دوی لیکلي: «جبري واده، د ښځو د ټاکلو حق اخیستل، د قربانیانو زنداني کول او د ښځو د غږ غلي کولو لپاره له قدرت څخه ګټه اخیستل، د بشري حقونو د بنسټیزه حقونو او ټولو انساني او نړیوالو اصوو سره په ټکر کې دي.»

د «عدالت او برابرۍ لپاره د ښځو غږ» اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، هېڅ نجلۍ نباید له خپلې آزادۍ، ټاکلو د حق او انساني کرامت څخه دفاع په پار مجازات یا زنداني شي.

دوی «دوی په بېړنۍ او له قید او شرط پرته د صدیقې د خوشي کولو، جبري ودونو ته د پای ټکي اېښودولو، خپل سرو نیونو، د نجونو او ښځو ځپلو ته پای ورکولو او په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي او تبیعض درولو» غوښتنه کړې ده.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، ریچارد بنټ، د بشري حقونو بنسټونو، دولتونو او د ښځو د حقونو مدافع سازمانونو څخه غوښتي، چې د دې «بې عدالتۍ» په وړاندې غلي پاتې نه شي او د صدیقې د خوشي کولو او له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې ۱۷ کلنه بې بي صدیقه له یوه قومي مخور او دې ډلې ته نېږدې کس سره د جبري واده د مخالفت له امله، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه