د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی

7 جولای 2026
معترضې ښځې: له نجونو پرته کانکور افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمي سند دی

34 نیوز

د «ښځو د حرکت شبکې» اعتراضي غورځنګ د کانکور پایلو د اعلان په غبرګون کې، چې د څلورم پرلپسې کال لپاره له نجونو پرته تر سره شو، ویلي، له نجونو پرته کانکور ازموینه د جنسیتي توپیر او د افغان ښځو د سستماتیک محرومیت رسمي سند دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د چنګاښ ۱۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو له شتون پرته د کانکور ازموینه غندلې او ویلي یې دي «له نجونو پرته کانکور، د عدالت، انسانیت او نړیوال وجدان د سقوط سندی دي.»

د «ښځو د حرکت شبکې» اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي «د نجونو له شتون پرته د کانکور د پایلو اعلان، د بریا ورځ نه بلکې، د عدالت، برابرۍ او افغانستان د راتلونکې د خښېدو ورځ ده.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو په هېواد کې د میلیونونه نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي «دا محدودیت یوازې د طالبانو جنایت نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې د کلونو چوپتیا، بې عملۍ او ناکاره سیاستونو پایله هم ده.»

معترضو ښځو ویلي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اساسي حقونو او آزادیو د محدودیتونو په لګولو سره، د جنسیتي توپیر او د افغان نجونو د راتلونکې د لمنځه وړلو مرتکب شوي دي.

هغوی ویلي، د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو چوپتیا او نه فعالیت «طالبان لا بې ادبه کړي او د ښځو له منځه وړل یې په یوه عادي سیاست بدل کړی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «د ژمنو د تکرار او اندېښنو څرګندولو پر ځای، د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره اغېزمن او پرېکنده اقدام وکړي، طالبان د مسوول وګني او د افغان ښځو او نجونو ریښتینی ملاتړ د وکړي.»

د ازموینو ملي کمېټې چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، تېره ورځ د ۱۴۰۵ کال د ټول هېواد د کانکور پایلې، د څلورم پرلپسې کال لپاره د نجونو له شتون پرته اعلان کړې.

دې ډلې یوازې په ۱۴۰۱ کال کې نجونو ته د کانکور په عمومي ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړه، خو د دې ازموینې د پایلو له اعلان سره سم یې هغوی ته، پوهنتون ته د تګ اجازه ور نه کړه. د ۱۴۰۵ کال کانکور د څلورم پرلپسې کال لپاره د نجونو له شتون پرته تر سره شوی وو.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه