د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

8 جولای 2026
د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

Nicolas Tucat/AFP via Getty Images (via Human Rights Watch)

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، اروپايي ټولنه دې، د افغان کډوالو د ستنولو لپاره نه، بلکې د بشري حقونو د رعایت په پار له دې ډلې سره تعامل وکړي.

رخشانه: دې سازمان نن (چهارشنبې د چنګاښ ۱۷ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، اروپايي ټولنې ته د طالب چارواکو د پلاوي سفر ته غبرګون ښودلی دی.
د بشري حقونو څار ډلې ویلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کار د جون په ۲۲ مه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره بروکسل کې د طالب چارواکو د یوه پلاوي کوربه وه.

دې بنسټ لیکلي، اروپايي کمېسیون دا لیدنه «تخنیکي» او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزه بیان کړې، په داسې حال کې، چې طالبان هغه «یو تاریخي سفر» او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د کونسلي چارو د عادي کولو لپاره بولي.

د دې بنسټ په وینا، دا خبرې اترې سره له دې، چې اروپايي ټولنه د طالبانو د بشري حقونو د خورا خراب ریکاډ څخه خبره وه او په مکرر ډول یې پرې نیوکې کړې تر سره شوې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې، دولتونه نه باید یو څوک داسې یوه هېواد ته بېرته ستون کړي، چې هلته له ریښتیني خطر، ځورولو، تعقیب، ربړوې او نورو ټولو غیرانساني چلندونو یا ځاني ګواښ سره مخ وي.
هغې ویلي، افغانستان د هېڅ اجباري ستنېدونکي لپاره خوندي هېواد نه دی. طالبان هغه کسان چې په جبري توګه افغانستان ته ستنول شوي، نیولي او شکنجه کړي یې دي. دې ډلې د رسنیو خپلواکي سخته محدوده کړې او د بشري حقونو منتقدان او مدافعان یې په خپل سرې توګه نیولي دي.

عباسي زیاته کړې، طالبانو نجونې او ښځې له زده کړې او تحصیل محرومې کړې، د ښځو پر کار، ټولنیز حضور او ګرځېدو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د مېرمن عباسي په وینا، د هغه کسانو ستونزې چې افغانستان ته ستنول کېږي، یوازې تر ځورولو او ناوړه چلند پورې نه محدودېږي. هغوی تر ډېره په کمو امکاناتو، له سرپناه پرته او د ډېرو کمو لومړنیو خدماتو سره هېواد ته داخلېږي.

هغې ټینګار کړي، ډېری هغه کسان چې افغانستان ته ستنول کېږي، په داسې یوه هېواد کې، چې له اقتصادي پاشلتیا، د بهرنیو مرستو کمېدو، بېکارۍ، وچکالۍ او پراخو ځپونو سره مخ دی، د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې ویلي: «د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د غندلو او له همدې ډلې سره د خلکو د ستنولو په برخه کې، چې د دوی ژوند او آزادي له خطر سره مخ وي، ښکاره تضاد دی.»

فرشتې عباسي زیاته کړې، که اروپايي ټولنه او د هغې غړې هېوادونه غواړي، د افغانستان په تړاو یې سیاست، معتبر او د باور وړ وي، باید افغانستان ته جبري ستنول ودروي.

هغې ویلي، اروپايي ټولنه دې له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د رعایت کولو لپاره د فشار په توګه وکاروي، نه دا چې د خلکو جبري ایستل داسې ځمکې ته عادي، کړي، چېرې چې دوی له ځورونې او د هغوی د حقونو له سرغړونو سره مخ شي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه