د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

8 جولای 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

X|@HananBalkhy

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مسوول حنان بلخي، چې په څو ورځني سفر افغانستان ته راغلی وايي، په دغه هېواد کې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي دي.

رخشانه: بلخي نن (چهارشنبې د چنګاښ ۱۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روغتیايي خدماتو رسولو لپاره د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی دی.
هغه لیکلي، د بودجې کمښت په دې مانا دیو چې روغیتايي کارکوونکي د ماشومانو د واکسین کولو لپاره لږ توانايي لري، میندو په سخته توانېږي، خوندي پاملرنې ته لاسرسی پیدا کړي او ناروغان هم د اساسي روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مسوول د دې وضعیت له دوام څخه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي «دا زیانونه له پامه نه شو غورځولی.»

هغه همدارنګه لیکلي، په افغانستان کې له ۲۲ میلیونه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.

حنان بلخي زیاته کړې، چې افغانستان ته یې د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته تللی او د میرویس روغتون څخه یې لیدنه کړې ده. هغه ویلي د بودجې د کمښت او نورو ستونزو سره سره، د دې مرکز روغتیايي کارکوونکي هره ورځ خلکو ته ژغورونکي خدمات وړاندې کوي.

بلخي ټینګار کړی، د ۲۰۲۶ کال لپاره د «روغتیا وږي» ځواب ویونکی پروګرام، لا هم د بودجې د سخت کمښت سره مخ دي او د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې پورې یوازې ۱۷ سلنه د اړتیا وړ بودجه، چې د ۱۹۰.۸ میلیون ډالرو سره برابره ده، چمتو شوې ده.

نوموړي د روغتیايي خدماتو د ساتلو، د لاسته راوړنو د ساتنې او هغو کسانو ته د روغتیا خدماتو رسولو لپاره د ړیوالې ټولنې دوامداره پانګونه «حیاتي» بللې، چې خورا اړمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مسوول ویلي، په خپلو لیدونو کې یې موندلې، چې د افغانستان روغتیايي نظام په راتلونکې کې به هم د نړیوالې ټولنې په دوامداره ملاتړ پورې تړلی وي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

حنان بلخي همدارنګه ویلي، په افغانستان کې د صحي بشري ژوندانه د فعالیتونو یوه لویه برخه، د نړیالو مرستندویانو په دوامداره مالي مرستو پورې اړه لري.

هغه ټينګار کړیو چې د افغانستان په روغتیايي نظام کې پانګونه نه یوازې نن د انسانانو ژوند ژغوري، بلکې د دې نظام تاب راوړل هم زیاتوي، پر ناروغانو پاملرنه پیاوړې کوي او دا تضمینوي، چې میلیونونه خلک لا هم اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه