د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو خبر ورکړی

15 جولای 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو خبر ورکړی

Free polio Afghanistan

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) روان میلادي کال په ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د پولیو ویروس یا ماشومانو د ګذڼ د څلورو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

رخشانه: دې سازمان نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۴ مه) ویلي، دوه نوې پېښې د ننګرهار په بهسود او روداتو ولسوالیو کې، یوه پېښه د هرات شینډنډ او یوه بله پېښه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه د «مثبتو تماسونو» د پېژندنې له لارې کشف شوې ده.

دغه سازمان شاخوا یوه میاشت وړاندې هم په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پولیو د دوه نویو پېښو د ثبت خبر ورکړی وو.

د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پیله تر نن پورې ۱۴ مورده په نړۍ کې د پولیو د ۱۴ مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی، چې ۱۱ د هغو په افغانستان او ۳ نور یې په پاکستان کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، روان میلادي کال په افغانستان کې کې تر اوسه د پولیو ویروس ۴۶ چاپېریالي بېلګې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د جون په میاشت کې د پولیو ۱۲ نوې چاپېریالي نمونې هم مثبتې ثبت شوې، چې پنځه نمونې یې په کندهار، څلور په ننګرهار، دوه په کابل او یوه بله یې په هلمند کې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه د پولیو په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه