د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي

18 جولای 2026
د بشري حقونو څار ډله: افغانستان کې لوږې تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي

انځور: رخشانې رسنۍ

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې میلیونونه وګړي د مخ پر زیاتېدونکې پراخې لوږې سره مخ دي او دا کړکېچ په ناوړه توګه ښځې او نجونې تر اغېز لاندې راولي.

رخشانه: د افغانستان د برخې لپاره د دې بنسټ څېړونکې فشته عباسي پرون (جمعه د چنګاښ ۲۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سختې لوږې په اړه خبرداری ورکړی دی.

عباسي لیکلي، روان میلادي کال په افغانستان کې له ۱۷ میلیونه زیات وګړي له خوړو له سخت کمښت سره مخ کېدونکي دي او دې کړکېچ په ناوړه توګه ښځې او نجونې تر اغېزې لاندې راولي.

د عباسي په وینا، د بهرنیو مرستو سخت کمښت، شته خراب وضعیت نور هم بد کړی دی او مرسته کوونکي بنسټونه ناچاره شوي، چې خپل پروګرامونه راکم کړي، خدمات محدود کړي او مرستې یوازې تر اړمنو کسانو پورې ځانګړې کړي.

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې ویلي، افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه کسان د خوړو بېړنۍ مرستې او د درملنې خدماتو ته اړتیا لري.
هغې له ایران او پاکستان څخه د پنځه میلیونه زیاتو افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې وايي، د دې کډوالو راګرځېدو هم پر زیان مننونکو ټولنو ډېر فشار وارد کړی دی.

فرشتې عباسي په مرسته رسوونکو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره کړې وايي، دې محدودیتونو اړمنو کسانو ته د مرسته کوونکو بنسټونو لاسرسی پېچلی کړی دی.

افغانستان کې مرسته کوونکو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که چېرې بېړنۍ او زیاته بودجه برابره نه کړای شي، نو په دې هېواد کې به میلیونونه کسان حیاتي مرستې له لاسه ورکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

فرشتې عباسي له طالبانو غوښتي، چې د ښځو د حقونو ټول ماتونکي محدودیتونه، له هغې جملې د ښځو د ګرځېدو او کار په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي او هغه اقدامات چې بشر دوستانه مرستو ته د ښځو لاسرسی محدودوي، پای ته ورسوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه