د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څو بنسټونو، د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د طالبانو د سزا او ځواب وینې غوښتنه وکړه

18 جولای 2026
د بشري حقونو څو بنسټونو، د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه د طالبانو د سزا او ځواب وینې غوښتنه وکړه

عکس: ارسالی

د افغانستان یو شمېر د بشري حقونو او مدني بنسټونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو او په نړۍ کې د ښځو د حقونو د تر ټولو شدیدو بحرانونو د عاملینو په توګه، د طالبانو د سزا او ځواب وینې غوښتنه وکړه.

رخشانه: دې ګډه اعلامیه کې چې د «جزايي عدالت» د نړیوالې ورځې په پار خپره شوې راغلي، د طالبانو له خوا په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې بشري حقونه په تدریجي توګه تر پښو لاندې شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونو زیاته کړې، افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د ځواب وینې نشتوالي، طالبان د خپلو سیستماتیکو د ځپونو دوام برخه کې لا زړه ور کړي او د ښځو او نجونو د منظمې ځپنې لپاره یې هم زمینه برابره کړې ده.

دې بنسټونو ویلي، په افغانستان اوسنی کړکېچ د لسیزو معافیت او د بشري حقونو سرغړونو لپاره د ځواب وینې د نشتوالي نېغه پایله او نتیجه ده.

د بشري حقونو بنسټونو لیکلي، له عمومي ژونده د ښځو سیستماتیکه حذفونه، له شپږم ټولګي بره د نجونو د زده کړې مخنیوی، پر کار، ګرځېدو او بیان پر آزادۍ سخت محدودیتونه، د عدالت پلټنې او ګټورې ځواب وینې غوښتونکي دي.

د دې بنسټونو په وینا، د طالبانو تبعیضي چلندونه په نېغه توګه د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنواسیون په ګډون د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د افغانستان له ژمنو سرغړونه ده.

دغو بنسټونو زیاته کړې: «د محرومیت، ځپنې او بشري حقونو سرغړونو پراخ او سیستماتیک کمپاین د «جنست پر بنسټ ځورونې» ډول د انسانیت پر وړاندې جرم دی. هغه جرم چې د جرمونو نړیوالې محکمې د دوه طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړی دی.»

د بشري حقونو بنسټونو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او د جرمونو نړیوالې محکمې غوښتي، چې د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه، د طالبانو د مشرانو د نیولو پروسه په جدي توګه تعقیب کړي.

دې بنسټونو د جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتي، چې افغانستان کې د داعش جنګي ډلې جرمونو، په ځانګړې توګه په هزاره ګانو د دې ډلې د هدفي بریدونو په اړه پلټنې وکړي او د دې پېښو او جرمونو عامیلین د قانون به وړاندې ځواب ویوونکي کړي.

د بشري حقونو بنسټونو د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) پر بنسټ د افغانستان د حساب ورکونې هرکلی کړی او له غړو هېوادونو یې غوښتي، چې د دې قضیې د مخ ته وړلو لپاره ژر تر ژره لاز قانوني اقدامات پیل کړي.

همدارنګه دې بنسټونو په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزونې لپاره د خپلواکې پلټوونکې تګلارې هم هرکلی کړی ویلي یې دي، دا تګلاره باید تر هر څه وړاندې پراخه او بشپړه عملیاتي کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د بشري حقونو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې جنسیتي توپیر د جرم په توګه په رسمیت وپېژني او په افغانستان کې د ریچارد بنټ له ماموریت څخه سیاسي او مالي ملاتړ وکړي.

دغه راز یادو بنسټونو د افغان نجونو او ښځو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه هم کړې وايي: «اوس د نړۍ د مشرانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو قضايي بنسټونو غوښتي، چې د سیاسي مېړانې او ارادې په ښودلو سره د هغوی تر څنګ ودرېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه