د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: چېرته چې خلک رسنیو ته آزاد لاسرسی لري هلته د بشر حقونو سرغړونې کمېږي

20 جولای 2026
یونسکو: چېرته چې خلک رسنیو ته آزاد لاسرسی لري هلته د بشر حقونو سرغړونې کمېږي

logowik.com

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) په یوه راپور کې ویلي، په کومو ځایونو کې چې خلک رسنیو ته ډېر آزاد لاسرسی لري، هلته د بشري حقونو څخه د سرغړونو کچه راکمېږي.

رخشانه: یونسکو نن (دوشنبې د چنګاښ ۲۹ مه) د «خبریالي ارزښت، د اقتصاد، ملي امنیت او کړکېچونو لپاره د رسنیو د اهمیت په اړه نړیوال شواهد» تر سرلیک لاندې خپل اوږد راپور خپور کړی دی.

د یونسکو په راپور کې راغلي، د رسنیو او خبریالۍ خپلواکي په ټوله نړۍ کې تر برید لاندې ده. د مصنوعي ځیرکتیا په ملاتړ ناسم معلومات مخاطبان مغشوش او قطبي کوي.

د یونسکو د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د دولتونو له خوا د آزادو رسنیو سانسور د زیاتېدو په حال کې دی او د خبریالانو په وړاندې فزیکي او انلاین تاوتریوالی هم مخ په زیاتېدو دی.

یونسکو لیکلي، هغه هېوادونه چې د رسنیو د آزادۍ لوړه په لوړې کچې سره د کورني ناخالص تولید، اقتصادي ودې، اقتصادي ثبات، د بهرنۍ مستقیمې پانګونې او د اقتصادي پراختیا لرونکي دي، هلته د فساد کچه کم ده.
په راپور کې راغلي: کله چې د یوه هېواد د مطبوعاتو آزادي د نړیوالو مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې راټیټه شي، د ناخالص تولید وده له ۱ تر ۲ سلنې پورې کمښت د دې سره تړاو لري.

یونسکو وايي، له ۱۹۸۹ تر ۲۰۰۲ کال پورې د نړۍ د سویلي او ختیځې اروپا په ۱۵۲ هېوادونو کې تر سره شوې څېړنې موندلې، چېرې چې وګړي آزادو رسنیو، راډیو، تلوېزیون او انټرنېټ ته لاسرسی لري، د بشري حقونو د سرغړونو کچه په کې کمه ده.

د یونسکو د موندونو له مخې، خبریالي په ټولنو کې د جګړې، تاوتریخوالي او ځپلو کچه راکموي.

دغه بنسټ ویلي، کله چې دولتونه له ترهګرو بریدونو او وسله والو جګړو سره مخ وي، د آزادو رسنیو د شتون په صورت کې، د دولتي فشارونو د زیاتوالي احتمال کم وي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

یونسکو په داسې حال کې د رسنیو او د خبریالۍ د اهمیت په اړه خپل راپور خپور کړی، چې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې رسنۍ او خبریالان د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

یادې ډلې په دې موده کې پر رسنیو او رسنیو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي او په هېواد کې د لسګونه غږیزه، تصویري او چاپي رسنیو د فعالیت د بندېدو لامل شوي او څو تنه خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په ۲۰۲۶ کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د رسنیو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې ۵۳ ځای ته راټیټ شوی دی.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ درجه کې دی او د تېرو نېږدې پنځو کلونو په اوږدو کې د مطبوعاتو آزادۍ د شاخص له مخې یې ۵۳ رتبې ټیټ والی کړی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه