د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د هرات جبرییل ښارګوټي کې ځايي سرچینو ویلي، د طالبانو امربالمعروف ځواکونو د دې ښارګوټي د «چهارده متره بالا» سیمه کې یوه ځوانه نجلۍ د «حجاب نه مراعت کولو» په تور نیولې او له ځان سره یې وړې ده.

رخشانه: د هرات جبرییل ښارګوټي کې دوو سرچینو ویلي، دا ځوانه نجلۍ، نن (سه شنبې د چنګاښ ۳۰ مه) له غرمې مخکې ۱۰:۵۰ بجې په «چهارده متره بالا» سیمه کې د ښځو لپاره د ځانګړي شوي یوه مارکېټ څخه نیولې ده.

د سرچینو په وینا، دا ځوانه نجلۍ شاوخوا ۱۷ کلنه ده او په دې مارکېټ کې یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي «سینګارتوکي» پلورل.

د سرچینو په حوله، د طالبانو د امربالمعروف اووه تنه ځواکونه ناڅاپي دې مارکېټ ته د ننه شول، تر څو د ښځو حجاب و ارزوي.

سرچینو زیاته کړې، دې ځوانۍ نجلۍ د «هوا د ګرموالي او دوکان د تشوالي په دلیل چادرنماز» له سره لرې کړی وو او په همدې خاطر د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د رخشانې رسنۍ سرچینو ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د دې اونۍ په اوږدو کې، په هرو دوه ورځو کې یو ځل د ښځو د حجاب ارزولو په موخه، په جبريیل ښارګوټي کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي مارکېټ ته سر ورښکاره کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا، د هرات ښار ښار له بېلو بېلو سیمو د حجاب نه مراعت کولو په تور د ښځو او نجونو نیول له شاوخوا څلوېشت ورځو راپدېخوا دوام لري.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په هرات کې د حجاب نه مراعت کولو په تور، د ښځو او نجونو د نیولو نوې څپه د روان لمریز کال د غبرګولي له ۱۶ مې نېتې پیل کړې او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دې ځواکونو په تېرو څو اوونیو کې لسګونه ښځې او نجونې، د دې ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نیولې او زنداني کړې دي. د راپورونو له مخې، نیول شوې ښځې او نجونې، د طالبانو په زندانونو کې د دې ډلې د ځواکونو له خوا د جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.

هرات کې د ښځو او نجونو نیول کېدو د بشري حقونو د بنسټونو او خلکو پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د هرات د جبرییل ښارګوټي اوسېدونکو، دې نیونو ته په غبرګون کې اعتراضي غوندې وکړې، چې د طالبانو د ځواکونو له خوا په هدفي توګه وځپل شوې.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه