د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

malalafund

د ملالې بنسټ (Malala Fund) یو له هغو بنسټونو چې تل یې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» موضوع تعقیب کړې ده، ویلي، ۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم تړون کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» د ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د چنګاښ ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د «جنسیتي توپیر» طرحه، د افغان ښځو او نجونو اړوند د ځواب وینې، د دولتونو د اقداماتو او حقوقي تګلارو لارې تعقیبوي.

د ملالې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان واک ته رسېدلي، افغان ښځې او نجونې د حذف، سزا، کابو او ولکې کولو پر بنسټ ولاړ نظام سره مخ شوې او د عمومي ژوند له ټولو برخو حذف کړای شوې دي.

دې بنسټ په خپله اعلامیه کې «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر» څو پېښو، له هغې جملې په هرات کې د اجباري حجاب مقرراتو سخت پلي کولو په دلیل، د لسګونو ښځو نیولو او د دې نیونو په غبرګون کې د هرات د جبرییل ښارګوټي د اوسېدونکو اعتراضي غونډو ته اشاره کړې ده.

دې بنسټ لیکلي، د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې، اسټرالیا، ایسلنډ، مکزیک، اسپانیا، ختیځ تېمور، اروګونه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ، په رسمي ډول، د بشریت ضد جرم معاهده کې «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو پیشنهاد وړاندې کړ.

د دې بنسټ په وینا، د دې طرحې له وړاندې کولو د څو میاشتو په تېرېدو سره، اوس هغو هېوادونو چې ملاتړ یې تر کاوه، ۱۴ هېوادونو ته رسېدلي او دا په دې مانا ده، چې «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر» موضوع، په رسمي ډول د ۲۰۲۸ کال په جنورۍ کې د پیل کېدونکو خبرو اترو په اجنډا کې ځای شوې ده.

ملالې بنسټ ویلي، تر هغې وخته، همدارنګه دولتونه کولی شي، «په افغانستان کې د جنسیتي توپیر» په اړه وړاندیزونه، د بشریت په وړاندې جرم معاهدې ته وړاندې کړي یا له شته وړاندیزونو سره یو ځای شي.

دې بنسټ لیکلي دي، د «ښځینه وو د بهرني سیاست د وزیرانو پنځم کنفرانس» کې چې د روان کال د جون په ۲ مه او ۳ مه په هسپانیا کې تر سره شو، ګډون کوونکو دولتونو په نړیواله کچه د جنسیتي عدالت پر پلټنې ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د دې ناستې په وروستۍ بیانیه کې راغلي، ګډون کوونکي دولتونه په نړۍ کې، د ښځو له حقونو، فمینیستي غورځنګونو او د جنسیتي ځپنې د عامیلینو د حساب ورکولو څخه ملاتړ کوي.

دې دولتونو په دغه غونډه کې ژمنه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره په هېوادونو، له هغې جملې په افغانستان کې، د ښځو او نجونو د ځپنې بنسټیز شوی سیستم په رسمیت وپېژني.
ملالې بنسټ ویلي، د روان میلادي کال په آپریل میاشت کې، ملالې یوسف زی د سکاټلنډ له لومړي وزیر جان سوئیني سره وکتل او په نړیوالو حقونو کې یې د جنسیتي توپیر د جرم په توګه رسمیت پېژندلو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

دې بنسټ سویلي افریقا ته «د افغان ښځو ولسي محکمې» د پلاوي سفر ته اشاره کړې وايي، د سفر موخه په سویلي افریقا کې د مدني ټولنې او له جنسیتي توپیر سره د مبارزې د مشرانو سره پیوستون او د عدالت تر لاسه کولو او طالبانو ځواب ویوونکي کولو لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړتیا وه.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه