د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

انځور: طلا ایوبي/محلي عکاس

دایکندي کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت سنک تخت و بندر ولسوالۍ کې یوه ځوانه ۲۱ کلنه نجلۍ، له یوه هلک سره د تېښتې تر ناکامېدو وروسته، د پلار له خوا وژل شوې ده.

رخشانه: سنګ تخت وبندر ولسوالۍ کې دوه باوري سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا پېښه د پنشنبې ورځې سهار ۵ بجې (د زمري اوله) د دې ولسوالۍ د «وترمه سیاه خرک» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینو دا نجلۍ «حلیمه» یاده کړې وايي، هغه ۲۱ کلنه وه. د دې نجلۍ پلار «صفدر شریفي» نومېږي.

سرچینو زیاته کړې، حلیمې قصد درلود، له یوه ځوان هلک سره د کابل په لور وښتي، خو له ترانسپورټ نه د ټکس اخیستو پر مهال، د ترانسپورتي شرکت د نماینده ګۍ له خوا پېژندل شوې او طالبانو ته تر خبر ورکولو وروسته نیول کېږي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د هغوی تر نیولو وروسته، نجلۍ خپل پلار ته سپارلې او ځوان هلک یې خوشی کړی دی. دې دا ځوان هلک د دایکنډي اوسېدونکی نه وو او د نجلۍ د تښتولو لپاره سنګ تخت و بندر ته راغلی وو.

د سرچینو د خبرو له مخې، دا ځوانه نجلۍ د شپې د پلار له کوره تللې او د پنشنبې ورځې د سهار ۵ بجې، د خپل پلار له لوري د بادي (چريي) ټوپک په دوه ډزو وژل شوې ده.
د نجلۍ پلار طالبانو نیولی او دا مهال د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ د طالبانو په زندان کې دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په دایکنډي ولایت په ځانګړې توګه سنګ تخت و بندر ولسوالۍ کې د واده په قصد له کوره تېښته په یوه معمولي امر بدله شوې ده.

د پلار له لوري د حلیمي وژل کېدل په افغانستان کې له «ناموسي قتلونو» شمېرل کېږي. هر کال د هېود په یو شمېر ولایتونو کې، نجونې د «ناموسي مسایلو» له امله د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل کېږي.

له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې په ورته پېښو کې، ځوانې نجونې له کوره د تېښتېپه خاطر، د خپلو کورنیو له خوا وژل شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه