د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

26 جولای 2026
ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ویلي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې، د څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي، دا پېښه د پنشنبې (زمري اولې) په ماښام، د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «افغان مینې» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

بدلون ویلي، د دې کورنۍ چت د وروستیو باراونو له امله لوېدلی، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، په دې پېښه کې درې هلکان، یوه نجلۍ او د دې کورنۍ پلار ژوند له لاسه ورکړی، مور او یو زوی ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغوی د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تېرې اوونۍ له وروستیو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او مرګوني سېلابونه راغلي دي.
د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د نورستان ولایت مرکز پاروان ښار کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله، ۲۳ تنه مړه شوي، ۱۲۵ تنه ټپیان او یو شمېر نور ورک شوي دي. له دې پېښې د شپږو ورځو په تېرېدو سره لا هم د ورکو شویو کسانو جسدونه نه دي موندل شوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه