د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بادغیسي نجلۍ صدیقې خپلوان: طالبانو د دوسیې د ارزونې او عدالت د تامین لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی

27 جولای 2026
جبري واده ته نه، طالبانو بادغیس کې یوه نجلۍ په پنځه کاله بند محکومه کړې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

بادغیس کې ځايي سرچینې ادعا کوي، چې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د اوسېدونکې او طالبانو سره د بندي ۱۷ کلنې بي بي صدیقې له دوسیې د یوې میاشتې په تېرېدو، لا هم دغې ډلې د هغې د دوسیې د ارزونې او عدالت د تامینولو لپاره هېڅ اقدام نه دی تر سره کړی.

رخشانه: بادغیس ولایت کې د صدیقې یو له خپلوانو نن (دوشنبې د زمري ۵ مه) د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د دې ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې ځايي طالبان، دې دوسیې ته په رسیدګۍ کې «بې پروايي» کوي.

سرچینې ویلي، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال، دې دوسیې «د سویل لوېدیځ زون د ابتدایه او مرافعه محکومو پرېکړو» ته پاملرنه نه کوي، د «تمیز محکمې پرېکړه» یې شرعي بللې او همدارنګه صدیقه یې زانداني کړې ده.

د سرچینې په وینا، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو، د ترکمن قوم مشران او د بي بي صدیقې خپلوان ګواښلي او د موریچاق کلي ځوانان یې نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، د بي بي صدیقې مدافع وکیل «د دوسیې تر روښانه کېدو پورې د هغې مشروطه آزادي» غوښتې وه، خو بالامرغاب کې ځايي طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، کېدای شي صدیقه له هېواده تېښته وکړي.

په هغه اسنادو کې چې رخشانې رسنۍ ته په واک کې ورکړل شوي هم لیدل کېږي، چې د بالامرغاب لپاره د طالبانو ځايي محکمې، له دې غوښتنې سره موافقت ونه کړ او لیکلي یې دی، چې د بي بي صدیقې دوسیه «تر بیا کتنې لاندې ده او له هېواده د تېښتې په خاطر یې، په ضمانت نه خوشي کوي.»

د سرچینې د ادعا له مخې، وروسته له هغې، چې د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ځايي محکمې د رییس له خوا د بي بي صدیقې د مدافع وکیل د هغې د مشروطه خوشي کولو غوښتنه رد شوه، ولسوال د بي بي صدیقي وکیل ته و ویل: «د دې قضیې د [دایمي] حل لپاره صدیقه درې ورځې خدای نظر ته وسپاره، تر څو هغه له تاسو سره سوله وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د دې ځوانۍ نجلۍ خپلوانو له طالبانو غوښتي، چې له هغې سره «د یوه انسان او مسلمان په څېر چلند وکړي، او نه باید ترکمن والی ګناه وي.»

کابو میاشت وړاندې بادغیس کې سرچینو ویلي وو، چې طالبانو د دې ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، له دې ډلې سره د نږدې قومي مشر سره د واده نه منلو له امله، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.

د سرچینې په وینا، دا نجلۍ پنځه کاله وړاندې د خدای نظر په نوم د یوه سړي له خوا، د خپل پلار چې په نشه يي توکو روږدی دی، د مالي پور له امله، «د ضمانت او په زور د پور د ورکړې» په توګه د هغه کور ته ور وستل شوې وه، چې څه موده هلته تر څار لاندې وه او وروسته زنداني شوې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه