د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو له بشري حقونو په سرغړونې او د خلکو د آزادیو په ځپلو افغانستان په زندان بدل کړی

3 اگست 2026
طالبانو له بشري حقونو په سرغړونې او د خلکو د آزادیو په ځپلو افغانستان په زندان بدل کړی

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو په هېواد د طالبانو د پنځمې کلیزې په درشل کې وايي، دغې ډلې له بشري حقونو په سرغړونو او د خلکو د اساسي خپلواکیو تر پښو لاندې کولو سره، هېواد په زندان بدل کړی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د زمري ۱۲ مه) په اسلام آباد او کابل کې جلا جلا اعتراضي غونډو جوړې او پرېکړه لیکونه یې صادر کړل.

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» په پرېکړه لیک کې راغلي، په هېواد د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ، د هېواد د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او ځوانانو لاسته راوړنې له منځه وړل شوې دي.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، طالبانو د بشري حقونو په سیستماتیک سرغړاوي، د خلکو د اساسي خپلواکیو په ځپلو، له عمومي ځایونو د ښځو په حذفولو او د ښځو په وړاندې د تبعیض په پلي کولو سره یو نامشروع حکومت رامنځ ته کړی دی.

دوی ټینګار کړی، چې هېڅ ځواک د هېواد د معترضو ښځو د غږ غلي کولو توان نه لري او د افغان ښځو غږ «نن د نړۍ د بیدار وجدان په غږ بدل شوی دی.»

د آزدۍ پر لور د ښځو غورځنګ غړو، د طالبانو حکومت د ولسي مشروعیت نه لرلو، د بشري حقونو پراخ سرغړاوي او د ښځو په وړاندې د تبعیضي سیاست له امله غندلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دوی غوښتنه کړې، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه د جنسیتي تبعیض په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د دې جرمونو عاملین باید په نړیوالو فورمونو کې په قانوني توګه مسوول وګڼل شي.

معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، دولتونو، نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه غلي پاتې نه شي او له طالبانو سره د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو له تضمین پرته د اړیکو له هر ډول عادي کولو څخه د ډډه وکړي.

هغوی په هېواد کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په رعایت کولو ټینګار کړی، او پر ښځو او نجونو یې د طالبانو د ټولو تپل شویو محدودیتونو د فوري لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د «آزادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو ویلي، د هېواد راتلونکې د ټولو وګړو په برابر ګډون، بشري حقونو ته په درناوي، عدالت، ولسواکۍ او د قانون په حاکمیت سره تر لاسه کېدای شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه