د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي «بحراني» کچې ته رسېدلې

5 اگست 2026
ملګري ملتونه: د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي «بحراني» کچې ته رسېدلې

WFP

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د ماشومانو د خوارځواکۍ د لا بحراني کېدو په اړه خبرداری ورکړی وايي، د ماشومانو خوارځواکي په ۱۲ ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلې ده.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د زمري ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران د بشري مرستو په کمېدو سره لا ژوره شوې او د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په اعلامیه کې راوړل شوي، د بودیجې کمېدو دا بنسټ اړ کړی، چې د خوړو او تغذیې ژغورونکي پروګرامونه، چې د بل هر وخت په پرتله ورته اړتیا ډېره ده راکم کړي.

دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بېړنۍ مرستې پرته به د خوړو نړیوال پروګرام او ملګري یې ونه شي کولی، د هغو ماشومانو د شمېر د زیاتوالي مخه ونیسي، چې په سختې خوارځواکۍ اخته کېږي او دا وضعیت به په راتلونکو میاشتو کې د نورو ژوند هم له خطر سره مخ کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، خوارځواکي، په هلمند، دایکندي، زابل، بغلان، اروزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر ولایتونو کې «بحراني» کچې ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې تر اکتوبر میاشتې پورې به نوره هم زیاته شي.

د دې بنسټ له اعلامیې له مخې، د ماشومانو حاده خوارځواکي په خطرناکه کچه کې ده، چې د ژوند ژغورونکو درملنې ته بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال په افغانستان کې ډېری ماشومان کافي خواړه نه لري، ان په داسې حال کې، چې خواړه معمولآ ډېر وي.

د ماشومانو د خوړو نه خوندیتوب د کال په لومړۍ دریو میاشتو کې د نفوس ۴۷ سلنې ته رسېدلې ده.

د سازمان په وینا، په افغان ماشومانو کې خوارځواکي په ندرت سره یوازې پېښېږي او د ماشومانو د مړینې خطر د پام وړ زیاتوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مدیر جان آیلیف ویلي: «موږ د راتلونکي نسل د کمښت شاهدان یو، په داسې حال کې چې د حاصلاتو وخت دی، هغه وخت چې باید د پرېمانۍ فصل وي، دا وضعیت یوازې ځوروونکی نه دی، بلکې د منلو وړ هم نه دی»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

هغه زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، په ټول افغانستان کې ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او له ۱۳ زره زیات ماشومان، د بشري مرستو د کمښت له امله، د خوارځواکۍ د درملنې له پروګرامونو محروم شوي دي.

د هغه په وینا، سږ کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته، کابو یو میلیون میندې او ماشومان د پنځو میاشتو لپاره د تغذیې له اړینو خدماتو محروم پاتې شول.

د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان په حاده خوارځواکۍ اخته کېدونکي دي او ګمان کېږي، چې ۱.۲ میلیونه امیدواره او شیدې ورکوونکې ښځې به هم په خوارځواکۍ اخته شي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که بېړنۍ پانګونه ونه شي، دا شمېرې به لا زیات شي.

جان آیلیف زیاته کړې ده: «افغانستان همدا اوس په نړۍ کې د خوارځواکۍ یو له خورا سخت او دوامداره بحران سره مخ دی او دا ټکان ورکوونکې شمېرې ښايي له دې هم زیاتې شي. دا بحران کېدای شي له ټولو پخوانیو وړاندوینو هم ډېر شي او ډېری میندې او ماشومان به د مخنیوي وړ مړینه باندې محکوم کړي.»

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ مخنیوی او درملنې خدماتو پراخول اړین دي، تر څو د بحران د لا پراخېدو مخه ونیول شي. دې بنسټ ویلي، د خوارځواکۍ د بحران د زیاتوالي د مخینوي لپاره، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په بېړنۍ توګه ۵۴۰ میلیون ډالره بودیجې ته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه