د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو په بیا راتګ سره د میلیونونه وګړو ژوند بحران ته ننوتی

6 اگست 2026
معترضې ښځې: د طالبانو په بیا راتګ سره د میلیونونه وګړو ژوند بحران ته ننوتی

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ» غړو د اګست ۱۵ مه د طالبانو د پنځمې کلیزې په مناسب ویلي، د دې ډلې له واک ته رسېدو وروسته، د هېواد د میلیونونه وګړو ژوند بحران ته ننوتی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (پنشنبې د زمري ۱۵ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو په ښځو د محدودیتونو په لګولو سره، هغوی له خپلو اساسي انساني حقونو محرومې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي، د جمهوریت نظام په نسکورېدو سره، د میلیونونه افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند د محرومیت او محدودیت د بحران تازه پړاو ته ننوتی دی.

معترضو ښځو ویلي، د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ، چې افغان ښځې او نجونې لا هم د دې ډلې د سیستماتیک حذف او تبعیض په وړاندې ولاړې دي.

د دوی په وینا، د طالبانو پالیسیو ښځې او نجونې له زده کړې، کار، ټولنیز او سیاسي ګدون او ډېر اساسي انساني حقونو بې برخې کړې دي.

معترضو ښځو ویلي، له ټولنې د ښځو حذفول، نه یوازې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د هېواد د سولې، ثبات او دوامداره پراختیا په وړاندې هم لوی خنډ دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ غړې په دوام وايي، د افغان ښځو حقونه د معاملې او د انساني کرامت د ځنډلو وړ نه دي.

دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او دولتونو غوښتي، چې د افغان ښځو د د حقونو د سیستماتیک سرغړاوي په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

همدارنګه معترضو ښځو له نړیوالې تولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو له حقونو او اساسي خپلواکیو د ریښتیني ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هر ډول سیاسي بهیر، د ښځو او مدني ټولنې له واقعي او مانا لرونکي شتون پرته، د یوې باثباته او عادلانه سولې لامل کېدای نه شي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه