د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

متعرضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي

8 اگست 2026
متعرضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي

انځور: رالېږل شوی

د «افغان ښځو د آزادۍ لارې غورځنګ» غړو د اګست پنځلسمه، پر هېواد د طالبانو د پنځمې کلیزې په درشل کې، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (شنبې د زمري ۱۷ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د محدودیتونو په لګولو سره، ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو او آزادیو بې برخې کړې دي.

د «افغان ښځو د آزادۍ لارې غورځنګ» په اعلامیه کې، له بشري حقونو په دفاع، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د آزادۍ، برابرۍ او انساني کرامت په حقونو ټيڼګار کړی دی.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې هېرې نه کړي.

دوی له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه هم کړې، چې د افغان ښځو د حقونو او خپلواکیو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د «افغان ښځو د آزادۍ لارې غورځنګ» ټینګار کړی، چې آزادي، عدالت او برابري د افغانستان د خلکو مسلم حق دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ښځو اعتراضي غورځنګونو په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار، پر ښځو او نجونو د طالبانو پر محدودیتونو نیوکې کړې او له نړیوالې ټولنې یې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په هېواد د طالبانو د واک د پنځم کال په نېږدې کېدو سره، دغه ډلې نه یوازې پر ښځو او نجونو خپلو محدودیتونو ته پای نه دی ورکړی، بلکې دا محدودیتونه یې د وخت په تېرېدو لا سخت کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه