د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: هېڅ ټولنه له ښځو پرته د روښانه راتلونکې په لور نه شي تلای

11 اگست 2026
معترضې ښځې: هېڅ ټولنه له ښځو پرته د روښانه راتلونکې په لور نه شي تلای

ارسالی

د «روزنه امید سازمان» غړو د اګست پنځلسمې، پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په نیوکې سره ویلي، هېڅ ټولنه د ښځو له شتون پرته د روښانه راتلونکې په لور نه شي تلای.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (سه شنبې د زمري ۲۰ مه) د پاکستان کویټه ښار کې راټول او د اعتراضي پروګرام په تر سره کولو سره یې په هېواد کې د طالبانو پر محدودیتونو او سیاستونو سختې نیوکې وکړې.

د «روزنه امید سازمان» په اعلامیه کې راغلي، هېواد کې د جمهوریت نظام په نسکورېدو سره، د میلیونونه هېوادوالو لپاره د بحران، محدودیت او ګډوالۍ یو نوی څپرکی پیل شو.

اعلامیې راوړي: «د اګست د ۱۵ مې یادونه، د راتلونکې په اړه د فکر کولو لپاره یو فرصت دی، چې په هغې کې د ټولو افغان وګړو لپاره انساني کرامت، آزادي، عدالت، زده کړې، کار او امنیت تضمین وي.»

د دې غونډې ګډونوالو د لوحو په نیولو او د اعتراضي شعارونو په ورکولو سره، د هېوادوالو د اساسي حقونو د خوندیتوب، د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حق، آزادۍ، عدالت، امنیت او د افغانستان د نوي نسل د روښانه راتلونکې غوښتنه کوله.
د «روزنه امید سازمان» غړو ویلي، د افغانستان خلک نه غواړي، چې د کډوالۍ او بې برخلیک توب درد راتلونکو نسلونو ته په میراث بدل شي.

دوی د یوې داسې راتلونکې غوښتنه وکړه، چې په هغې کې هېڅ فرد «اړ نه شي، چې د امنیت او آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره خپل هېواد پرېږدي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د اعتراضي غونډې ګډنوالو د سمبولیک زندان د میلو تر شا د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اعتراضي او ټکان ورکوونکی انځور نندارې ته وړاندې کړ.

دوی د اعتراضي لوحوپه نیولو سره، د زندان د میلو تر شا ودرېدل، تر څو وښي، چې پراخو محدودیتونو څه ډول له افغان ښځو او نجونو د ژوند، زده کړې، کار او ټولنیز حضور فرصتونه اخیستي دي.

معترضو مېرمنو د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو د لغوه کولو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانستلو، د ښځو لپاره د کار او ټولنیز فعالیت د زمینې برابرولو او د هغوی حقونو او انساني کرامت ته د درناوي غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه